طالبان وايي، هلمند کې يې یوه ستره پوځي الوتکه نسکوره کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۱)
طالبانو د هلمند ولايت په واشير ولسوالۍ کې د امریکايي پوځ اړوند یوه ستره پوځي الوتکه نسکوره کړې ده.
طالبانو رسنيو ته په ليږلې خبرپاڼه کې ويلي، د يادې ولسوالۍ مربوط په “لر” سيمه کې يې د امریکايي پوځ B52 ډوله الوتکه په رسا بريد ويشتلې او نسکوره کړې ده.
ځايي سرچينې وايي، پيښه نن سهار د شپږنيمو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ، له ويشتلو سره سم الوتکې اور اخيستی او رانسکوره شوې ده چې اوس هم په سیمه کې د الوتکې نسکوريدو له ځايه دودونه پورته کيږي.
د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي، په الوتکه کې سپاره ټول عسکر او عمله وژل شوي دي.
تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيوځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د هلمند امنيتي سرچینې هم په ياده سيمه کې د الوتکې نسکوريدل تاييدوي خو په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.
طالبان وايي، دپېښي په اړه نورجزئیات به وروسته خپاره کړي.
تر دې مخکې هم طالبانو د بهرنيو او دولتي ځواکونو نظامي چورلکې، بې پيلوټه الوتکې نسکوري کړي خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو په وينا د دوی بريد کې بي ۵۲ ډوله الوتکه نسکوره شوې.



