د ناد علي پیښه د سرقومندان اعلی په ټنډه تور داغ

سرليکنه…
افغان ملت یو ستر ارزښت لرونکی ولس دی، په ارزښتونو کې یې يو شمېر داسې ارزښتونه دي چې بدۍ او دښمنۍ پرې کوي، په سر کې یې پوله پټی، ناموس او ديني ارزښتونه دي، زمونږ د تېرې نيمې پېړۍ جنګ له همدې ارزښتونو نه په دفاع کې پيل شوی، څلوېښت کاله مخکې د تره کي په فرمانونو کې د خلکو ابادې زمکې نورو ته وويشل شوې چې سترې بدۍ یې وزیږولې، دا جګړه له همغه پيل نه د دين پر محور وڅرخیده او هغوی چې دين يې د ټولنې اپيوم باله؛ کودتا وکړه او جنګ جګړې يې پيل کړې.
د شورويانو سره يو ځای د خپل ملت پر وړاندې جنګېدل په دې کې نو داسې ناموسي قضيې هم رامینځته شوې چې د تاريخ پر ټنډه تلپاتې داغونه شول.
د اوسنیو افغان ځواکونو عملياتي پلان جوړوونکي او مشران بايد په خپلو سياسي او امنيتي موخو کې د ښځو ابزاري استعمال په پخواني خلقي حکومت کې یو ځل له مطالعې تیر کړي، په هغه جګړه کې د ناموس قضيه سخته پاروونکې وه، له يوې خوا پاريدلي ولس خپله دفاع کوله، خپل ناموس او ارزښتونه يې ګټل او له بله پلوه په څرخي پله زندان او د خاد په تورو کوټو کې نظاميانو له زندانيانو د اعتراف اخېستلو په موخه د هغوی مېرمنې حاضرولې، د څرخي پله زندان د همغه مهال يو زنداني ډاکټر سيف الرحمن ابراهيم خېل هم و، نوموړی د همدغسې پېښې شاهد پاتې شوی او وايي چې:
(له مونږ سره په څرخي پله زندان کې د امان الله په نوم يو زنداني وو، کمونېستان يې پر تعذيب ستړي شول خو اعتراف يې ترې نه شوای اخېستی بالاخره يو کمونېست (ثناء الله شهيد) وويل چې ما ته يې پرېږدئ د امان الله مېرمن يې زندان ته راوستله، او د امان الله په مخ کې يې لاس ورواچاوه، امان الله پرې چېغه کړه او بيا يې پر سپین کاغذ د داسې کړنو مسئوليت واخېست چې نه يې وو کړي څو ورځې وروسته قاضيانو د امان الله دوسيه وڅېړله، امان الله ورته د ثناءالله او نورو کمونېستانو کيسه وکړه او ويې ويل چې دا ټول اعتراف په ظلم ترې اخېستل شوی خو قاضيانو ورته وويل، چې څومره وخت دې د واده شوی؟
امان الله ورته وويل، چې ۷ کاله، نو کمونېستو قاضيانو ورته کړل، چې په دې اوه کلونو کې څومره ډېر له ښځې سره يو ځای شوی يې خير که يو دوه ځلې ورسره ثناءالله يو ځای شوی وای قاضيانو پر امان الله ۱۹ کاله بند وخېژاوه، وروسته بيا امان الله په زندان کې لېونی شو)
خلقي نظام فکر کاوه چې په دغسې کړنو سره به هغه جګړه وګټي خو دې پېښو نوموړې جګړه نوره هم توده کړه او دې تودې جګړې هغه ټول حکومت له فولادي شورويانو سره ويلي کړ.
جنرال ماياروف هم په خپل کتاب کې يوه دردوونکې کيسه ليکلې ده، لنډيز يې په دې ډول دی چې په جلال اباد کې شوروي ځواکونو ګزمه کوله، وږي شوي وو، يوه کور ته لاړل، ګوري چې درې ښځې هم شته نو تر خوراک مخکې يې د کور د مشرانو او کشرانو په مخکې مسلسل دوه ساعته پرې جنسي تيري وکړ، بيا يې ښځينه او نارينه ټول ووژل، په ليمڅي کې يې واچول او په اور يې وسوځول یوه ورځ دا قضيه کابل کې ياده شوه د ماياروف په شمول شوروي قومندانان پر دې قضيې د عذر په حالت کې وو، خو هلته چې د کشتمند او نجيب په شمول حکومتي مشرتابه دوی څرنګه سپينول او ګناه يې ټوله پر وژل شويو افغانانو اچوله دا نو د غلامۍ هغه وروستي حدونه وو چې دې کودتايي رژيم په کې ژوند کاوه.
دا کيسه د ماياروف د کتاب (افغانستان کې ريښتيا څه تېرېدل؟) په ۳۳۵ مخ کې په تفصيل سره راغلې ده.
ابل کال مې يو ملګري کيسه کوله، ويل يې چې يوې بهرنۍ په افغانستان کې د روان جنګ پر قربانيانو تحقيق کاوه، زه ورسره په دغه تحقيق کې همکار وم او کلي پر کلي ګرځېدو، نوموړي ويل چې والله په دغو کليو کې د بهرنيانو له خوا داسې ناموسي کيسې وې، چې د انسان غونی ورته زيګېده، ويل يې چې دغو قربانيانو خپلې ناموسې کيسې د پښتو او ننګ په خاطر نه رسنيزې کولې او حکومت ته يې عرض نه کاوه، ويل يې چې دا کيسې دومره تراژيديکې وې چې دغه بهرنۍ به ډېر کله ورته سلګيو ونيوله او ژړل به يې.
د کرزي په دويمه حکومتدارۍ کې چې شپيني عمليات ډېر شوي وو، په بټي کوټ کې د دغو عملياتو په ترڅ کې له کور څخه مېرمنې يووړل شوې، هغه ورځ لکه ملي ماتم چې وي، د بټي کوټ غيرتي ولس ټول راوتلی وو، لارې يې بندې کړې وې او خپل ناموس يې ګاټه. دغه مهال کرزی هم د شپېنيو عملياتو سخت منتقد وو او تل به يې پر بهرنيانو د ملکي تلفاتو، شپېنيو عملياتو او بمباردونو له امله ګوتڅنډنې کولې.
په دغه پېښه کې کرزي زر مداخله وکړه او د خلکو د پراخو مظاهرو له وېرې هغه مېرمنې ډېر زر خپلو کورنيو ته وسپارل شوې.
ابله ورځ په هلمند کې افغان ځواکونو پر يو کور بريد کړی، د يوې ښځې په شمول يې دوه سړي وژلي او د کور دوه ښځې او څلور سړي يې له ځانونو سره له کوره پورته کړي او بیولې دي.
د عملياتو دغه پلانوونکي او تطبيقوونکي نه پوهېږي چې دوی په دغسې عمل سره څه غواړي تر لاسه کړي؟
د افغان ځواکونو له خوا په وروستيو بريدونو کې د ملکي تلفاتو په تعقيب د ښځينه و وژل او له ځانونو سره وړل يوه خطرناکه لوبه ده، دا لوبه ډېر لوی قېمت لري او پر دې قېمت د ښار نرښځیان نه پوهېږي دا د ولس او قام درنه پیښه ده.
حامد کرزی تر بې شرف غني ښه وو، پر بهرنيانو به يې توندې نيوکې کولې، هغه د امريکايانو شپيني عملياتونه هم بند کړي وو او د ملکي تلفاتو په وړاندې هم هيڅکله خاموش نه پاتې کېده. خو دلته وېرنه دا ده چې اوسنی حکومت تل پر ملکي تلفاتو چوپه خوله پاتېږي، په دغه ويروونکې چوپتیا کې بيا خياطان رالګېږي د افغان ځواکونو پر لاس د ملکيانو وژل توجيه کوي، چې ګنې طالبان په کليو کې پټېږي او د دې قتلونو لامل خپله طالبان دي، دوی په خپل دغه منطق د افغانانو پر مړو خاندي، او د دې پېښو پر پر ټر پټوي.
په يوه هېواد کې نظامي ځواکونه د ملت د ګټو، ارزښتونو، مالونو او ځانونو ساتونکي وي، خو کله چې خپله دوی آن مېرمنې له کورونو بیایي دا په افغان فرهنګ کې سخت نامرده کار دی او دا نامرده کار تر شا د کسات پوپناه کوونکي طوفانونه لري.



