طالبانو له خلکو غوښتي چې مشورتي لويه جرګه کې ګډون ونه کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۱)
ټاکل شوې چې د ملي يووالي حکومت له خوا جوړيدونکې “د سولې مشورتي جرګه” د اپريل مياشتې په نهه ويشتمه نيټه په کابل کې پيل شي چې طالبانو دغه جرګه نمايشي بللې او له هيوادوالو يې غوښتي چې ګډون پکې ونه کړي.
د دغه جرګې د چمتووالي کمېسيون وياند عبدالرشيد ایوبي پرون وويل، طالبانو ته په یاده جرګه کې بلنه نه ده ورکړل شوې خو وايي هغوی ته د بلنې ورکولو پر ډول غور روان دی.
طالبالبانو بيا په يوه اعلاميه کې چې د طالب وياند ذبیح الله مجاهد له ادرسه خپره شوې دغه جرګه نمايشي بللې او په وينا يې د اشرف غني حکومت د دغه ډول ناستو څخه د (خپلې فاسدې او نامشروع بقا هلې ځلې کوي).
اعلاميه کې راغلي، له تيرو اتلس کلونو راهيسې د اشغال تر سيورې لاندې د افغانستان ډير تاريخي دودونه، افتخارات او عنوانونه په قصدي ډول د افغانستان او اسلام د ګټو پر خلاف په جعلي ډول کارول شوي زياتوي : “داځل چې د کابل کاواکه اداره د لويې مشورتي جرګې تر عنوان لاندې کومه جعلي ناسته کول غواړي داجرګه او پریکړې به يې هغې په اصطلاح د لویو جرګو پریکړوته ورته وي چې د کمونستي رژیم د زوال په کلونو کې ترسره کېدې اویا هم په ۲۰۱۳ م کال کې د امریکايي اشغال د تداوم او د امنیتي تړون لاندې د افغانستان د خرڅلاو سند په کې تايید شو”.
اعلاميه زياتوي، دا ډول دسیسې او پروسې په هيڅ صورت اصیلو او په دین مینو هیوادوالو ته د منلو وړ نه دي او نه يې هم په پریکړو باور لري.
طالبانو په ياده جرګه کې ګډون کول رد کړي او له ټولو هيوادوالو يې هم غوښتنه کړې چې په دغه جرګه کې ګډون ونه کړي :”اسلامي امارت د خپل اولس په استازیتوب دغه ډول جعلي جرګه او په کې ګډون کول ردوي او له ټولو هیوادوالو څخه غوښتنه کوي چې په دې حساس تاریخي پړاو کې د دښمنانو د دسیسو ښکار نشي او په دا ډول نمايشي جرګو کې ګډون ونه کړي”.
طالبان وايي، په دغه ډول ناستو کې د اشغالګرو او د هغوی د خدمت کوونکو د شومو موخو د تحقق لپاره کار اخيستل کيږي او هیڅکله د منلو وړ نه دي.



