غزني مرکز کې طالبانو او عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۱)

په غزني ولايت کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې شوي چې دواړه غاړې يو بل ته د تلفاتو اړلو ادعا کوي.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري وايي، تيره شپه طالبانو د واغط ولسوالۍ په مربوطاتو کې په دولتي پوستو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې څلور پوليس وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

د نوري په وينا، په دغه نښته کې شپږ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

له بله پلوه طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي، چې طالبانو د غزني مرکز مربوط په زرګرو سيمه کې پر يوې پوستې چاپه اچولې چې په ترڅ کې يې اته پوليس وژل شوی، څلور نور طالبانو ژوندي نيولي دي.

د مجاهد په وينا، د جګړې په پايله کې يوولس ميله بيلابيل ډوله وسلې او مهمات هم د طالبانو لاسته لويدلي دي.

طالبانو په دغه بريد کې د خپل یوه ملګري د وژل کيدو خبر هم ورکړی دی.

په وروستيو کې طالبانو په دولتي پوستو، نظامي قرارګاوو او تأسیساتو بريدونه ډير کړي چې  عسکرو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوړي خو ډيری مهال د جګړې پر مهال د پوځ سرتيری تسليميږي چې وروسته د طالبانو له خوا په ضمانت بيرته خوشې کيږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button