قاطع ملاتړ د الوتکې نسکوريدل تاييد کړي؛ دفاع وزارت هم د یوې چورلکې نسکوريدو خبر ورکړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۱)
طالبانو نن سهار د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړ چې د هلمند ولايت په واشير ولسوالۍ کې يې د امريکا د پوځ مربوط يوه ستره پوځي الوتکه نسکوره کړې ده.
طالبانو په خبرپاڼه کې ويلي و چې ياده B52 ډوله الوتکه وه چې نن سهار د شپږنيمو بجو په شاوخوا کې د طالبانو په رسا بريد لګيدلې او نسکوره شوې ده.
په عين حال کې په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ماموريت په هلمند کې د الوتکې لويدل منلي دي خو وايي، چې په ياده سيمه کې د بهرنيو ځواکونو اړوند بې پيلوټه الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله نسکوره شوې ده.
قاطع ملاتړ په دې اړه ډير څه نه دي ويلي.
دولتي او سيمې ته نږدې سرچينې هم تاييدوي چې په ياده سيمه کې الوتکه لويدلې او د اور لمې يې پورته کيږي خو په دې اړه يې ډير جزيات نه دي ورکړي.
په عين حال کې د افغانستان دفاع وزارت وايي، په کندهار ولايت کې د افغان پوځ مربوط MD-530 ډوله چورلکه پرون ماښام د تعليمي پرواز پر مهال نسکوره شوې ده.
دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ليکلي، دغه چورلکه د تخنيکي ستونزو له کبله د کښېناستلو پر مهال نسکوره شوې او يوازې دوه پيلوټان پکې ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې MD-530چورلکې په وروستيو کې د امريکا متحده ايالاتو له خوا د افغان پوځ په واک کې ورکړل شوي.
که څه هم وخت ناوخت د طالبانو په بريدونو کې د افغان پوځ چورلکې نسکورې شوي خو پوځي شنونکي وايي چې د امريکا متحده ایالاتو افغان پوځ ته تر وخت تيرې، زړې الوتکې ورکړي او دغه راز د پيلوټانو د کم تجربګۍ له امله هم د دغه چورلکو د سقوط پيښې رامنځته کيږي.



