ترکیې په انتالیا کې ۳۶۰۰ کاله مخکې ډوبه شوې کښتۍ وموندل شوه

د ترکېې د انتالیا په ولایت کې  ۳۶۰۰ کاله مخکې  په سمندر کې دوبه شوې کښتۍ  وموندل شوه. ویل کیږي د ۱۴ مترو په اوږدوالي سره  پدې کښتۍ کې د مسو تختې  او کلچې هم  موندل شوي دي چې ګمان کیږي  دا یوه تجاري کښتۍ ده.

د انتالیا  د والي د دفتر لخوا د خپور شوي بیان له مخې  داسې ګمان  کیږي چې دا کښتۍ د میلاد نه مخکې د ۱۵ یا ۱۶ مې پيړۍ پورې  اړوند وي. د تاریخ پوهانو په اند  کیدای  شي چې دا کښتۍ د ګیریت یا ایژې بندرونو پر لورې روانه وه چې  د سخت  توپان  په پایله کې په سمندر کې ډوبه شوي وي. په کښتۍ موندل شوي د مسو کلچې  داسې ښکاري چې  د قبرس د معدنونو نه  راښکل شوي  مس وي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button