ليکنه: غورځنګ
پر افغانستان باندې له امريکايي اشغال وروسته دا دی تقريباً اتلس کاله کېږي چې دا هېواد د سترو غميزو مرکز ګرځېدلی دی. امريکايان هر وخت د خپلو داخلي ملګرو پر مټ پر افغان ولس د القائده، ترهګر او نورو نورو نومونو چاپې اچوي او بيا يې په ډېر وحشت سره په شهادت رسوي، ماشومان يې وژني، کورونه یې وربمباروي او نور ډول ډول مشکلات ورته رسوي.
خو تر ټولو ستره غميزه چې تېره ورځ د هلمند په نادعلي کې تر سره شوې ده هغه د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د کورنۍ غړي وژل او بيا په ډېره بې شرمۍ سره د دوو ښځينه وو وړل دي، چې دا د افغانانو له کلتور څخه بلکل برعکس او نه توجيه کېدونکی عمل دی، د دې عمل سزا هم بايد شديده او سخته وي.
دا عمل که څه هم د عام ولس لخوا پرې سخت غبرګونونه ښکاره شوي دي، مګر هغه څوک چې ځانونه مدني فعالان او د ازادو رسنيو کار کوونکي بولي؛ پر دې پېښه داسې چوپ دي ته به وا چې مرګ پرې راغلی دی.
په داسې حال کې چې په تېرو هفتو کې په رسنيو کې يوه ويډيو خپره شوه چې پکې يو سړی طالبان په ډزو وژني، که څه هم دغه سړی خو نه په بې عزتۍ وژل شوی وو او نه هم څه سپکې سپورې ورته ويل شوې وې، خو يوازې څو مرمۍ ويشتل شوی، خو د مزدورو رسنيو او مدني فعالانو له لوري دغه پېښه دومره رسنيزه شوه چې حد پرې تمام دی، دومره وحشي او نامرده پېښه وبلل شوه چې هېڅ فکر يې نه کېدلو، دومره په جوش او خروش وغندل شوه چې کم ساری يې درلود.
خو د هلمند پر دې سترې غميزې بيا دغه مدني فعالان او پردي پالې رسني بلکل چپ دي، که څه هم د هلمند پېښه د نوعيت او دروندوالي له اړخه دغه پېښه د افغانستان په تاريخ کې ساری نه لري، نو ځکه خو يې په وړاندې سخت غبرګونونه هم راوپارېدل، خو د مدني فعالانو په نوم ډلې بيا پر دې باندې هېڅ غوږ ونه ږرولو، بلکې په ډېره سپين سترګۍ اوس لګيا دي او بې ځايه او حيواني دلائل ورته تراشي تر څو دغه پېښه توجيه کړي، وړل شوې ښځې کله القائده نوموي او کله يې بيا په چيچنيا پورې تړي، کله يې د عربو ښځې بولي او کله بيا نور حيواني دلائل ورته تراشي.
نو له دې پېښې وروسته معلومه شوه چې د مدني فعالانو په نامه ډله هم د امريکايي اشغال يوه مهدفه زېږنده ده، چې يوازې د اشغال د هدف لپاره کار ورڅخه اخيستل کېږي او هغه څوک په دې ډله کې شاملېږي کوم چې په مختلفو پوهنتونو کې نېغ په نېغه د امريکايانو او يا هم د افغان دولت لخوا روزل کېږي.
دغه د مدني فعالانو په نامه ډله يوازې هغه بريدونه، مرګونه، پېښې او نور واقعات غندي، کوم چې يا پکې امريکايي اشغالګر وژل شوي وي، يا پکې د کابل د ادارې چارواکي، پوليس، اردو، اربکيان او نور د اشغال پر مخ وړونکي وژل شوي وي.
په کومو پېښو کې چې افغان ولس ته زيان اوړي، هغه نه غندي ځکه چې خپل باداران ورته امر نه کوي او يا يې هم د خپلو بادارانو د موخو خلاف کار دی.


















