ترکیه: د سپاه پاسداران په اړه د امریکا پرېکړه ډیره ناسمه ده

د ترکیې د باندېنیو چارو وزارت د امریکا هغه پرېکړه ناسمه بللې چې له مخې به یې د ایران سپاه پاسداران ډله په تور لیست کې شامله شي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي چې د یو هیواد پوځي ځواک په تور لیست کې شاملول تر وروستي حده پورې یو غلط اقدام دی

دی وایي چې امریکا په سوریه کې خپله د یوې ترهګرې ډلې ملاتړ او وسلې ورکوي خو له بل پلو څخه بیا د بل هیواد یوه پوځي ډله د ترهګرو په لیست کې شاملوي

د چاوش په وینا چې ترکیه په سوریه کې د ایران د سیاست پلوي هم نه کوي او نه هم د امریکا په اړه د ایران هغه پریکړه تائیدوي، چې د امریکا پوځونه د ترهګرو په توګه پیژني

د امریکا لخوا د سپاه پاسداران ډله په تور لیست کې شاملول په ایران کې د امریکا په وړاندې سخت غبرګونونه راپارولي او د امریکا دا پرېکړه یې د امریکا د ماتې په معنا بللې ده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button