کندز: په چهاردرې ولسوالۍ د طالبانو برید کې شل عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۲)

تيره شپه طالبانو د کندز ولايت په چهاردرې ولسوالۍ او شاوخوا امنيتي پوستو بريدونه کړي چې د ځايي سرچينو په وينا شل عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

سيمې ته نږدې امنيتي سرچينې وايي، د طالبانو بريد کې اته عسکر وژل شوي او دولس تنه نور ټپيان دي زياتوي چې ځينې نور لادرکه دي.

د کندز ولايتي چارواکي هم دغه بريد تاييدوي خو د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه لري.

د کندز د پوليسو وياند وايي، د دولتي ځواکونو په متقابلو ډزو کې هم شپږ طالبان وژل شوي دي.

له بله پلوه طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، د چهادرې په ولسوالۍ، امنيه قومندانۍ او شاوخوا پوستو بريد کې ګڼ شمير عسکر وژل شوي او ټپيان دي، زياتوي یو شمير عسکرو طالبانو ژوندي نيولي دي.

د مجاهد په وينا، په دغه جګړه کې په زياته اندازه وسلې او نظامي مهمات د طالبانو لاسته لويدلي په خبره يې د یادې جګړې په اړه نور جزيات به وروسته خپاره شي.

کندز يو له مهمو او ستراتيژيکو ولايتونو څخه دی چې د تاجکستان سره پوله لري.

که څه هم د دغه ولايت زياته برخه د طالبانو تر حاکميت لاندې ده خو طالبانو په وروستيو کې هڅې پيل کړي څو د ولسواليو مرکزونه چې د دولت تر حاکمیت لاندې دي هم تر خپلې ولکې لاندې راولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button