ابو یاسر افغان
د تېر په څير یو ځل بیا وحشي امریکایانو او د دوی نجسو غلامانو د هلمند ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د عامو خلکو په کورونو چاپه وهلې او د چاپې په ترڅ کې یې یو تن شهید کړی اووه تنه یې ژوندي بیولي او د دې نه علاوه یې دوه تنه مظلومي مسلمانې میرمنې هم بیولي دي. دومره وحشت او دومره فرعونیت چې مظلومې میرمنې یې له کمڅیو نیولي په پټیو کې يې کش کړي، چپلکې يې یو ځای پرتې، پړوني یې بل ځای پراته او د سر ویښتان یې په ټوله لاره تار تار پراته دي!
آه مظلومه ملته! آه د هلمند ولایت مظلومو خویندو!
د دجال لښکرو دا دومره جرأت څنګه وکړ؟ ناموس خو زموږ لپاره سره کرښه وه، مسلمان خو په عزت ژوندی او په عزت مړ دی، دا نن دغه حال ته ولې راغلو؟؟ څه قیامت به جوړ و، په توره شپه کې تورو وحشي یرغلګرو، تورو وحشي غلامانو په تور وحشت سره زما د مظلومو افغانانو پر کورونو چاپه وهلې، مظلومې خویندې یې وړي دي. خو دا د فیل په غوږ کې ویده ملت لا ویده دی، دا لکه د فارمي چرګوړو د خپلو خلکو حال په رډو رډو ګوري خو دا یې هیر کړي دي چې که نن پر هغوی ده سبا پر ما ده!!
په رسنیو کې د دجالي لښکرو تنخوا خورو ډنډوره خوره کړې چې دغلته القاعده وه، د دغې ډنډورې منشاء او سرچینه د یهودیانو نړیواله تبلیغاتي شبکه(بي بي سي) ده، دوی په داسې حال کې دا خبره کوي چې د هلمند ولسونه لویو لارو ته راوتلي او د زړه له درده نارې وهي چې دغه زموږ ناموسونه دي، دغه زموږ تور سرې دي، دلته القاعده نشته، د القاعدې خبره درواغ ده او…..
خو زه بیا هغه د ښځو د حقوقو ډنډورچیانو ته حیران یم چې د زناکارو، ډمو، فاحشو لپاره د حقوقو نارې وهي، دغسې یو حالت کې ولې ګونګه خولي دي؟؟؟ هغوی چې وايي دا د القاعدې پورې تړلې ښځې دي، زه دوی ته ډېر څه نه وایم فقط دوی ته د دوی ځانونه ور پیژنم:
تاسو هغه خلک یاست چې امریکایانو درباندې په بګرام کې جنسي تیري وکړل او بیا د تداوۍ لپاره جرمني ته یوړل شوئ نړۍ مو ننداره وکړه، تاسو به د بل چا په ناموس څه خفه شئ؟؟
تاسو هغه خلک یاست چې خویندو مو امریکایانو ته غاښونه وویستل، بیسونو ته ورغلې او تاسو پرې ډالرې وګټلې، تاسو به ناموس او عزت څه وپیژنئ او څه به پرې ودردیږئ؟؟
تاسو هغه خلک یاست چې لوڼي مو یهودي مؤسسو کې د خارجیانو غیږې تودوي، ښځې مو د عسکرئ او دفتري کارونو په نوم د جنسي بې لارۍ مخکښې دي، زامن مو د غلامې اردو په لیکو کې د یهودیانو له ګټو دفاع کوي، تاسو به څه عزت وپیژنئ؟؟ څه به حیا او ناموس وپیژنئ؟؟ څه به د بل چا د بې عزتۍ په حال خفه شئ؟؟ څه به د هغه مظلومو خلکو درد حس کړئ چې ستاسو صلیبي بادارانو یې مظلومې تور سرې د ځانونو سره وړي دي؟؟
تاسو د هغه اشرف غني ملاتړي یاست چې ښځه یې مشرکه نصرانۍ ده، لور یې په امریکا کې یواځې او په جره ځان د خارجیانو سره اوسیږي، تاسو د هغه حکومت ملاتړ کوئ چې چارواکي یې د وژل شویو عسکرو له کونډو د دوی د وژل شویو خاوندانو د عسکري امتیازاتو په بدل کې د جنسي اړیکو غوښتنې کوي، تاسو د هغه حکومت ملاتړ کوئ چې نه ننګ پیژني، نه ناموس پیژني، نه حیا پیژني، نه اسلامیت او افغانیت، د یهودیانو له ګټو دفاع ورته د وطن دفاع ښکاري او د مسلمانانو عام وژنه، شکنجه کول او پر دوی د بمونو ورول، په تورو شپو کې يې پر کورونو داړې اچول، امنیت او بیا رغاونه ښکاري…!!
نو موږ له تاسو ګیله نه کوو خو دومره درته وایو چې:
دا بدل به نه پاتې کیږي، د دې یو یو ظلم پور به پرې کوئ، دا حالت به همداسې دوام نه کوي، که یو ځل دغه غیور ملت د الله اکبر په کفر لړزوونکي غږ سره جهادي اسلامي ملي قیام وکړ، بیا به ستاسو دغه د القاعدې، طالب، تروریست او… نارې سورې درته ډېرې ګرانې تمامې شي، دا ملت مظلوم دی، کړیدلی دی، دردیدلې ده، غریب دی، بیکارۍ، قیمتۍ، جګړو او در به درۍ ځپلی دی، خو ګورئ دا ملت غیرتي دی،دوی په خپلو ناموسونو لکه ستاسو سودا نه کوي، بلکې سر پرې ورکوي، دوی مسلمانان دي او که چیرته حالات په همدغه ډول روان و، ژر ده چې له شماله تر جنوبه او له ختیځه تر لویدیځه به یو سر تاسري جهادي پاڅون پیل شي، بیا به تاسو او ستاسو صلیبي بادارانو ته د سر په کاسه کې اوبه درکړي. ان شاءالله


















