(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۲)
د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې ځانګړو ځواکونو عمليات کړي چې پر مهال يې ملکي خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
ځايي خبري سرچينې وايي، دغه عملیات تيره شبه د صفر درې قطعې د ځانګړو ځواکونو له خوا د يادې ولسوالۍ مربوط په تلوکان سيمه کې د يوه ښوونکي پر کور ترسره شوي دي.
د تلوکان سيمې اوسيدونکي وايي، عملیاتي عسکرو د ابتدايي ښوونځي سرمعلم محمد ګل په ډزو وژلی او د کليوالو په شمول د هغه د کورنۍ پنځه تنه غړي يې له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.
په تيره يوه مياشت کې دا څو يم ځل دی چې د معارف پر کارکوونکو د ځانګړو ځواکونو له خوا عملیات کيږي.
تيره اوونۍ د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو له خوا پر يوه ښوونځي د هاوان بريد کې ۲۲ زده کوونکو او ښوونکو ته مرګ ژوبله واوښته.
دغه راز د تيرې پنج شنبې په ورځ ګډو ځواکونو د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د يوه ښوونکي پر کور عمليات وکړل چې پر مهال يې د هغه د درې زامنو په شمول څلور تنه ووژل او څو تنه نور يې له ځان سره يووړل.
که څه هم د پوهنې وزارت مسؤولينو غوښتنه کړې چې په عملياتو کې دې د دغه وزارت کارکوونکو مرګ ژوبلې ته پام وکړای شي خو د شنونکو په باور د ځانګړو ځواکونو له خوا ورته ډول عمليات په قصدي ډول کيږي او ملکي خلک د خپلو ټوپکو او بمبارونو هدف ګرځوي.


















