سوډان: عمرالبشیرله واک څخه ګوښه ګړای شو

کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۲۲ وری، ۱۳۹۸ل)

 

په سوډان کې  پوځ  نن  د سهار په څوساعتونو کې  لومړی  د دولتي رادیو تلویزیون  ودانۍ  ونیوله  او وروسته يي د ولسمشرۍ ماڼۍ محاصره کړه.

د سوډان په پلازمینه  خرطوم کې په ټولو مهمو واټونو او سړکونو کې  پوځیان ځای په  ځای شوي دي، هیچاته دګرځېدو اجازه نه ورکوي.

ویل کیږي  د سوډان  ولسمشر عمر البشیر  له خپلې دندې استعفا کړې ده  او هغه  په کور کې نظر بند ده.

د سوډان  پوځ  په هیواد کې  د واکمن  ګوند د چارواکو په نیولو پيل کړی دی. پوځ تر اوسه پورې تر سلو ډیر  سیاسیون نیولي دي، اولاهم دالړۍ دوام لري.

پوځ  د عمر البشیر  لومړی  مرستیال  ،  د دفاع وزیر  او  د عمر البشیر  ساتونکي هم  نیولي دي. د خرطوم  هوايي ډګر  د هوايي ټرافیک پر مخ  تړل شوی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ  محاصره  ده  او  هیچا ته د وتو او ننوتو اجازه نه ورکول کیږي.

عمر البشیر  د تیرو ۳۰ کلونو راهیسې  د سوډان  مشرۍ په غاړه درلوده  چې  د پوځ لخوا له دندې ګوښه کړای شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button