کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۲۲ وری، ۱۳۹۸ل)
طالبانو د هېواد په لر او برکې د سره صلیب او د روغتیا د نړیوال سازمان یا “ډبلیو اېچ او” پر فعالیتونو له خپلې خوا بندیز لګولی دی. د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي چې په هېواد کې د جنګي وضعیت له کبله ځینې مرستندویه ادارې خپل فعالیتونه په سمه توګه نه تنظیموي.
اعلامیه زیاتوي، سور صلیب او د روغتیا نړیوال سازمان پر خپلو هغو ژمنو هم نه دي ولاړ چې د خپلو فعالیتونو په اړه یې له اسلامي امارت سره کړې وې.
اعلامیه وړاندې لیکي چې اسلامي امارت د روغتیا د نړیوال سازمان د واکسیناسیون د کمپاین په اړه هم شکونه لري، او پر دې سربېره امنیتي ګواښونو هم موجود دي.
طالبان وایي، پورته ټکو ته په کتو سره د دوی د پوځي چارو کمیسیون پرېکړه کړې ده چې په ټول هېواد کې د دواړو ادارو پر فعالیتونو بندیز ولګوي، او له دې وروسته به د دې ادارو د کار کوونکو د امنیت تضمین هم نه کوي.
سره صلیب او د روغتیا نړیوال سازمان او یا هم ګډ حکومت تر دې دمه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
یادونه باید وکړو چې څه موده وړاندې هم په سورصلیب بعضې بندیزونه لګېدلي وو چې وروسته بیا دسور صلیب مسئولینوله طالبانوسره دبعضوتوافقاتو له لاسلیک وروسته دفعالیت اجازه ترلاسه کړه.
















