ارګ له اعلان کړیو خالد عملیاتو انکار کړی دی

کابل ټکی کام ( شنبه، ۲۴وری، ۱۳۹۸ل)
طالبانو خپل پسرلني عملیات پرون د الفتح په نام اعلان کړل چې له اعلان سره سم خلیلزاد د طالبانو عملیات وغندل، پر افغانانو، سیاسیونو او د سیمې پر هیوادونو یې غږ وکړ چې د طالبانو عملیات وغندي.
بل طرفته بیا طالبانو د خپلو نویو عملیاتو په اړه په یوې اعلامیې کې څرګنده کړې وه، چې الفتح عملیات د بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو، شپنیزو عملیاتو او د ارګ له لوري د خالد عملیاتو په مقابل کې په دفاعي بڼه اعلان شوي دي.
نن ورځ ارګ په خپله تازه اعلامیه کې له اعلان کړیو عملیاتو انکار کړی دی، او ویلي یې دي چې د طالبانو ادعا ناسمه ده، ارګ هیڅکله د خالد په نوم عملیات د طالبانو پر وړاندې نه دي اعلان کړي.
د سیاسي څېړونکو په باور داسې ښکاري چې ولسمشر د خلیلزاد تر فشار لاندې راغلی دی او نه غواړي چې امریکا سره یې اړیکې نورې هم ترینګلې شي، نو ځکه یې له خپلو اعلان شویو عملیاتو څخه صرحتا انکار وکړ.
یادونه بایدوکړو چې د ارګ لخوا د خالد عملیاتو ویډیویي جریان په ژوندۍ بڼه اوس هم د خبري رسنیو په آرشیفونو کې خوندي دی، مګر دا چې اوس ارګ خپل اعلان شوي عملیات نه مني، شاید چې ولسمشر اشرف غني تر سختو فشارونو لاندې وي او یا هم دا چې غواړي یو ځل بیا د افغان ولس سترګو کې خاورې وشیندي، اوخپل ځان سپین ثابت کړي.



