کندهار: په بهرنیو ځواکونو برید شوی

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په ټانګ ماین چاودنه ترسره شوې ده

د کندهار د ولایتي شوري غړي پیښه تائید کړې او ویلي یې دي، چې دوه تنه بهرني ځواکونه پکې ټپیان شوي دي

طالبانو د برید مسؤلیت منلی دی

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي یې په اړه وایي، چې د چاودنې له امله ټانګ ویجاړ شوی او پکې سپاره عسکر مړه او ژوبل شوي دي

د طالبانو د نویو الفتح عملیاتو له اعلان وروسته دا لومړی ځل دی چې په بهرنیو ځواکونو برید ترسره کیږي

 

تر دې څو ورځې وړاندې د بګرام هوایي ډګر ته نږدې هم د بهرنیو ځواکونو په قطار سرتیری برید ترسره شو چې له امله یې ۴ تنه امریکایي عسکر ووژل شوی او درې تنه نور ټپیان شول

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button