مختصر نبوي سیرت: أوله برخه.

لیکوال: عبدالرحمن محمود

( مقدمه)

رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه داسې لادینه ټولنه کې ظهور وکړ چې د هېڅ دین پیروي یې نه کوله، ملائکه يې د الله جل جلاله أولاد باله، د بتانو عبادت پکې ثواب ګنل کېده، د بتانو عبادت و حقیقي رب ته د نږدې کېدو وسیله بلل کېدله [وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِن دُونِهِ أَوْلِيَاءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَىٰ] هغه کسانو چې د الله جل جلاله نه بغیر د نورو باطلو خدایانو عبادت کاوه هغوی دا تصور لاره چې دا مو و حقیقي رب جل حلاله ته نږدې کوي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه داسې ظالمه ټولنه کې ظهور وکړ چي غښتلي به کمزوری د ځان مریی جوړ کړی و، شتمنو به د غریبو او ناداره خلکو له مجبوریت څخه په استفادې سود ورڅخه أخیسته، بې هوده، قومي أو تعصبي جنګونه پکې اوج ته رسېدلي وه، د جاهلیت د دور باطل جنګونه چې تاریخونه پرې ډک دي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه داسې ټولنه کې ښکاره شو چې فسادونه پکې و انتهاء ته رسېدلې وه، فردي او اجتماعي زناوې یو معمول وو، د نجونو اختطافونه پکې بې شمېره وو، د هيچا آبرو او حیثیت خوندي نه وو، ددې ټولو سربېره د ژونديو لوڼو ښخول او وژل یې د عار او شرم په خاطر یو  مشهور عادت وو،  قمارونه او شراب نوشي فخر ګڼل کېدل، مګر دا ضروري نده چې د ټولنې هر فرد به په دې فسادونو مبتلاء وو، بلکې په عموم کي یو دغسې حالت حاکم وو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم پر عربي سر زمین باندې و دنياء ته راغی، د عربو د مځکې آباد او زراعتي اطراف د خپلو عربو په لاس کې نه وو، بلکې فارس او روم احباشو ورباندې تسلط درلود، ټولې عربي قبیلې او پلارګنۍ د همدې پردو تابع وې، په عربو کې داسې یو څوک نه وو چې ددې متجاوزینو پر وړاندې خلک و جنګ ته را وبولي بلکې عربو په خپل مینځي جنګونو او قهرمانیو او ظلمونو فخرونه کول، د یو معمولي سبب له أمله به يې تورې سره را وکاږلې او په سلګونه به یې سره مړه کړل.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د عربو د قبیلو په عزتمنه او پتمنه قبیله کې چي قریش دي، بیا د قریشو د قبیلي په هغه لویه او باوقاره کورنۍ کي پيدا شو، یتیم پیدا شو د پلار شفقت یې نه پېژاند، مور يې هم تر ډېره وخته ورسره پاته نشوه، د نیکه په ژوند یې هم سترګې یخې نشوې، دا ټول په همدې خاطر چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د یتیم والي په هغه منتهی حالت کې قرار ولري، ددې ټولو باوجود یې د رفاه او په اقتصاد برابر ژوند هم نه دی کړی، د خپل أکا ابوطالب سره وو چې عیال او اولادونه یې ډېر وو  مالي شتمني يې لږ  وه، دا د دې لپاره چې رسول الله علیه وسلم د هر غمځپلي او تریخ ژوند لرونکي لپاره مقتداء او امام وأوسي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل قوم په مینځ کې ریښتونی لوی شو چې درواغ یې اصلا پېژندل نه، داسې أمین وو چې د خیانت تصور یې نه لاره، داسې وفاء دار وو چې غدر یې په ذهن کي وجود نه درلود، په خپله ټولنه کې په همدې صفاتو مشهور او پېژندل شوی شخص وو، کله چې پیغمبر شو خپل قوم يې دښمني ورسره اعلان کړه مګر یوه فرد هم دا ونکړای شول چې د عیب صفت پکې پیدا کړي، که د عیب صفت پکې وای نو حتما به دده دښمنانو ورته کارولی وو ، کله چې د عربو د بازار ورځ وه نو دده دښمنانو سلا او مشوره سره وکړه چي محمد ته به کوم عیب لټوو چې څوک یې خبره و نه مني، نو بعضو وویل چې ساحر به ورته وایو ځکه چې دده خبرې دومره مؤثرې دي چې ورور  له وروره جلا کوي، مېرمن له خاونده او زوی له پلاره جلا کوي،  بعضو وویل لېونی به ورته وایو، خو کله چې بعضو وویل چي کاذب او درواغجن به ورته وایو نو ټولو وویل چي موږ خو له ده څخه درواغ ندي تجربه کړي،  دا صفت یې څوک نه راسره مني، نو ځکه د ټولو کافرانو اتفاق پر دې شو چې لېونی او ساحر به ورته وایو [ وَيَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ [ سورة القلم اية ٥١ ] دوی به ویل چې دا خو لېونی دی [قَالُوا سَاحِرٌ أَوْ مَجْنُونٌ [ سورة الذاريات اية ٥٢]

له دې څخه د مؤمن لپاره دا درس دی چې له درواغو ځان وساتي، درواغجن سړی په ټولنه کې په هیڅ ډول محبوبیت او رسوخ نشي تر لاسه کولای، الله تعالی دې پر هر قدم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو اتباع را نصیب کړي.

نور بیا…..

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button