لیکوال : شهاب لیوال
د هر کال په پیل کې طالبانو خپل دنوي جګړيیز پلان ترڅنګ د عملیاتو نوم هم اعلانوه .
لکه څنګه چې دا وار دامریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو لړۍ په چټکۍ روانه وه او اټکل کیده چې دمذاکراتو تر نهایي نتایجو به طالبان خپل نوي عملیات نه اعلانوي ،په خبرو تاکید او د خبرو له لارې به د حل لارې په لټه کې وي .
دا چې د هیواد په لر او بر کې دښمن خپل نظامي عملیات د خالد تر نامه لاندې اعلان او پیل کړي او هرورځ په بې ګناه هیوادوالو شپنۍ چاپې وهي ،ړندې بمبارۍ کوي او عام افغانان په خوبونو ويده وژني .
طالبان هم دې ته اړ شول چې د تل په څیر خپل نظامي عملیات بیا اعلان او د سیاسي لاسته راوړنو تر څنګ نظامي ډګر کې هم پاتې رانشي .
اګر که طالبانو خپل د عملیاتو پیل ، د دښمن وجود څخه د نا امنه سیمو پاکول او اشغالګرو ته د سیاسي ډګر تر څنګ په نظامي ډکرکې ماتول یاد کړي ،خو په عین وخت الفتح عملیاتو ته د دفاعي او محافظوي عملیاتو نوم ورکوي .
الفتح : دشفقت او مرحمت پیلامه !
طالبانو – تیره اونی بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ باندې دعملیاتو په لړ کې یې -۱۶۰- شاوخوا ملي اردو عسکر اسیران کړي وه .
چې دالفتح عملیاتو په پیل کې یې احساناً آزاد او د کور کرایې ترڅنګ یې هدایت ورته وکړل چې بیا دې د هیواد او اسلام له دښمنانو سره نه یوځای کیږي .
الفتح او د نړیوال دښمن وارخطایي:
زلمی خلیلزاد د امریکا دمذاکراتي ټیم ځانګړي استازي په خپل تویټ کې د طالبانو لخوا د نوي نظامي عملیاتو (الفتح) تونده نیوکه کړې او ویلي یې دي .
چې طالبان د ولس له هیلو سره لوبې کوي ،ګواکې دا چې طالبان په جګړو ټینګار لري .
زلمی خلیلزاد دې پوی شي چې طالبانو تل په سیاسي تګلارې ټینګار کړی خو لکه څنکه چې امریکا مخکې په غرور او قدرت کې وه هغه وخت یې یواځې نظامي تګلاره باندې ټینګار وه
همدا شان نن طالبان په نظامي او سیاسي ډګر کې بریالي دي نو زکه هم په مذاکراتو او هم په جګړې ټینګار لري .
د مذکراتو له لارې نړیوالو او د جګړې له لارې تاسو او ستاسو لاسپوڅو ته خپل قدرت درښکاره کوي .
الفتح او لاسته راوړنې یې :
په پای کې د الفتح عملیاتو په لړ کې به ډیرې سیمې له جګړو پرته فتحه کیږي ،سیاسي قومي او مخور خلک به د اسلامي امارت له مخالفت نه لاس په سر کیږي.
امریکا به حتمي وتلو ته اړ کیږي خپل نظامي سیاسي او دیپلوماتیک حضور ته په افغانستان کې پای ورکوي .
افغانان به یوار بیا خپلواک او د یو اسلامي نظام ترڅنګ د دایمي سولې خاوندان وي ان شاءالله.


















