کابل: د چاودنې له امله پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ماښام د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د پولیسو په رینجر موټر ماین چاودنه شوې ده

د چاودنې له امله اووه تنه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د کورنیو چارو وزارت د دې پیښې تائید کړی دی

د دې وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ویلي چې په برید کې ټوله مرګ ژوبله پولیسو ته اوښتې او په وینا یې چې ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي

د برید مسؤلیت لا هم چا نه دی منلی

دا په داسې حال کې ده چې دفاع وزارت د الخالد په نوم نوي پسرلني عملیات اعلان کړي او طالبانو یې هم په خلاف تیره ورځ د الفتح په نوم عملیات اعلان کړل

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button