(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۵)
د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې پوليسو د خپلې پوستې ملګري وژلي او په لغمان کې پوليسو د خپلې پوستې ملګري طالبانو ته په لاس ورکړي دي.
لومړنۍ پيښه د هلمند ولايت، ګرشک او سنګين ولسوالۍ تر منځ د ډاکټر پمپ په سيمه کې په يوه پوسته کې رامنځته شوې ده.
ځايي سرچينې وايي، دوو تنو پوليسو د خپلې پوستې قومندان (عابد) او یو بل پوليس په ډزو وژلي، د هغوی وسلې يې له ځان سره وړي دي.
له بله پلوه د لغمان ولايت د مهترلام ولسوالۍ مربوط په کرنج آبه سيمه کې د پوستې عسکرو خپل ټول ملګري طالبانو ته په لاس ورکړي دي.
د لغمان سيمه ييزې باوري سرچينې وايي، په پوسته کې ميشتو ځينو عسکرو له طالبانو سره اړيکې جوړې کړې وې او خپل ملګري يې د هغوی په لاس ورکړي دي.
طالبانو بيا د دواړو پيښو مسؤليت منلي وايي، د هلمد د اړوند سيمې پوسته کې د دوی دوه تنه نفوذي کسان و چې په پوليسو کې ځای پرځای شوي و، زياتوي د يادې پوستې قومندان او يو عسکر يې وژلی او خپله طالبانو سره يوځای شوي دي.
دغه راز طالب وياند ذبیح الله مجاهد ويلي، د لغمان پوسته يې د نفوذي عسکرو په واسطه نيولې زياتوي په پوسته کې د دوی نفوذ لرونکو کسانو د يادې پوستې شپږ تنه عسکر ژوندي نيولي، شپږ ميله وسلې او په زياته اندازه مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.
طالبانو تر دې مخکې هم په خپلو اعلاميو کې ويلي، چې د دولت په نظامي او پوځي ليکو کې دوی سلګونه نفوذي کسان ځای پر ځای کړي چې د موقع څخه په استفاده به په بهرنيو او افغان ځواکونو بريدونه کوي.
له تيرو شاوخوا لسو کلونو راهيسې په داخلي بريدونو کې سلګونه بهرنيو او دولتي عسکرو او چارواکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















