سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

اسلامي ثقافت/ داسلامي ثقافت تعريف

ح جلال نشرونکی: ح جلال
اپریل 14, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
109
ځلې شریک شوی
1.4k
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکنه :باچاالفت “مارزک”

داسلامي ثقافت تعريف

دا هم ولولئ

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

دثقافت کلمه دعربي کلمې له( ثقف ) څخه اخيستل شوې او مختلفې معناوې افاده کوي په لغوي لحاظ ، ثقافت دمهارت حاصلولو ،تأديب ،ترتيب او کاږه شي دراسته ،حذاقت او فهم سرعت او صحيح درک او همدارنګه په يوشي کې دعلمي او عملي مهارت لرلو په معنا دى.

په اصطلاح کې داسلام داعتقادي ، عملي ،اخلاقي ، سياسي ، ټولنيزو او اقتصادي اړتياووپيژندلو څخه عبارت دى چې په غير تخصصي ډول په هغه باندې پوهېدل په هرمسلمان وګړي باندې فرض او لازم دى.

داسلامي ثقافت ځانګړنې او خصايص .

لومړۍ داسلامي ثقافت ربانيت داسلامي ثقافت نوموړې -ځانګړنه الله جل جلاله ته منسوب کېږي او دهغه سرچينه اسلامي شريعت بلل کېږي کوم چې په قرآن او سنتو باندې مبتني ده.

دوهم – داسلامي ثقافت نړۍ والتوب :

اسلامي ثقافت ټوله نړۍ دوحدت او يووالي لور ته رابولي اوهر ډول تبعيض هغه که نژادي ، ژبني ، سمتي او يا ډله ييز وي داسلامي ثقافت له مخې مردود ګڼل کېږي .

درېيم -داسلامي ثقافت شموليت : اسلامي ثقافت يوازنى علم دى چې دانسان دژوندانه ټولو اړخونو دبېلګې په توګه دين ، عقيدې ، اخلاق ، تمدن ، دانسان معرفت ،طبيعت ،جغرافيې او داسې نورو ته شامل دى.

څلورم -منځ لاريتوب : داسلامي ثقافت يو له مهمو ځانګړنو څخه هم منځلاريتوب دى او منځ لاريتوب دحضرت محمد صلى الله وعليه وسلم دامت لپاره ددين اصلي ځانګړنه او يو لوړ شعار دى هغه که دانسان دژوندانه په هره برخه کې وي  يعنې که په عقيده ، او شريعت ، اخلاقو او عباداتو يا هم په ټولنيزو او اقتصادي لارو چارو کې وي .

پنځم -حقايق او واقعيتونه بيانوي : داسلامي ثقافت زده کړه داسلام دعقيدوي او فکري ، اخلاقي ، قانوني او شرعي لارښوونو سره انسان ته دژوندانه هغه واقعي او حقيقي بڼه ور زده کوي .

شپـــږم – هميشه والى : داچې اسلامي ثقافت په اسلامي عقيدې باندې بنادى نو دهميشه لپاره دى او وي به !

داسلامي ثقافت سرچينې :

په خلاص او لنډ ډول بايد ووايو چې اسلامي ثقافت له واضحو ،شفافو او مشخصو سرچينوڅخه عبارت دى  کوم چې داسلامي شريعت اصول دي سرچينه اخيستې ده.

لومړۍ سرچينه :داسلامي ثقافت لومړنۍ سرچينه قرآن يعنې دالله جل جلاله يو واضح او رڼا بښوونکى کتاب دى او دنور په ډول يې دبشر دهدايت او لارښوونې لپاره کوم چې دحق او باطل فرق کوونکى دى نازل کړى.

دوهمه سرچينه :دحضرت محمد صلى الله وعليه وسلم سنت دى چې دحضرت پيغمبر صلى الله وعليه وسلم له قول ،عملي کړنو ،سکوت او تاييد څخه عبارت دى کوم چې دالله جل جلاله دمقدس کتاب شرحه او تفسير بلل کېږي.

درېيمه سرچينه : په هغه باندې داسلامي امت اجماع کول کوم چې دمسلمانانوخير پکې نغښتى وي او له اسلامي شريعت سره په ټکر کې واقع نشي البته دا اجماع به داسلامي امت دهغه علماوو لخوا ترسره کېږي کوم چې دټاکليو شرايطو درلودونکي وي دحضرت محمد صلى الله وعليه وسلم له وفات وروسته به په هغه قضاياوو او مسايلو کې چې صريح قرآني نص او حديث به پکې موجود نه وو دوى به اجماع کوله او دهغه قضيې لپاره به يې دحل لار موندله    .

څلورمه سرچينه : داسلامي ثقافت څلورمه سرچينه قياس دى او قياس عبارت له هغه معيار او اندازې څخه عبارت دى چې په کومه قضيه کې صريح شرعي نص موجود نه وي هغه قضيه په يو بلې داسې حادثې او قضيې سره قياس کوي کوم چې دهغه دحکم په اړه صريح او شرعي نص وجود ولري او دهمدغه مشترک علت په نظر کې نيولو سره قياس نومول کېږي.

پنځمه سرچينه :داسلامي تمدن تراث :

يعني هرهغه څه چې داسلامي امت دسلف صالحينو نه موږ ته دژوندانه په مختلفو برخو کې راپاتې دي لکه علوم ،فنون ،او معارف اوديوې موثقې سرچينې په حيث داسلامي ثقافت په مجالاتو کې له هغه نه استفاده وشي نو کله چې دعلومو ،فنون او تمدن نومونه اخلو په دې بايد پوه شو چې داسلامي ثقافت تاريخ چې لويه برخه يې اسلامي تمدن تشکليلوي له بهترينو ابتکاراتو کوم چې په علومو پورې مربوط کېږي لکه فزيک ، کيميا ،رياضيات ،الجبر او هرهغه څه چې په اوسنۍ زمانه او ننني عصر کې ګورو دتکنالوژۍ په نامه نومول کېږي غني ده او دزمانې له غوښتنو او دعلومو له پرمختګ سره دهغه ځواب ويل دځمکې پرمخ روښانه دى .

داسلامي ثقافت اهميت!

دسالم عقل جوړونه :داسلام تأکيدپردې باندې دى ترڅوانساني عقل له خرافاتو،وهم اواساطيرو څخه پاک وساتي نو له همدې سببه داسلام مقدس  دين   مخدره توکې  حرام ګرځولي  دي ترڅو عقل خپله دنده په صاديقانه ډول سره سرته ورسوي .

دوهم – دسالمې عقيدې جوړونه : دالله جل جلاله وحدانيت په دريو شيانو (دالوهيت ، توحيد ، د ربوبيت توحيد ،داسماوو او صفاتو توحيد ) کې خلاصه شوى او همدغه توحيد دمسلمان او مشرک ترمنځ يو بېلوونکى عنصر بلل کېږي او دهغه په پايله کې انسان ته ثواب يا هم عذاب رسېږي   .

درېيم – ديو اسلامي فرد جوړونه : داسلامي ثقافت تاکيد پردې دى ترڅو يو فرد په داسې ډول سره وروزل شي چې په هراړخيز ډول سره فکري ، بدني او روحي تکامل ولري.

څلورم -اسلامي تميز : اسلامي ثقافت په مسلمانانو کې يو روحي تميز راژوندى کوي او هغوى دي ته هڅوي چې خپل اقتدار او اهميت وساتي ترڅو يې دنورو اديانو له اتباعو سره شباهت له منځه لاړشي.

پنځم – له غربي ثقافت سره مقابله : اسلامي ثقافت دغربي ثقافت لپاره دمقابلې يو سنګر بلل کېږي او دهر منحرف غربي په وړاندې فکـري مقابله کوي ترڅو دمسلمانانو ځوان نسل بې لارې نه کــړي .

مخکینې مطلب

هلمند کې پوليسو خپل ملګري وژلي او لغمان کې يې طالبانو ته په لاس ورکړي

بل مطلب

قاچاقبران چين ته د پاکستانيو ښځو وړلو وروسته د هغوی اندامونه پلوري

ځانګړي مطالب

افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

نورالدین عزیزي د منځنۍ اسیا صنعتي نندارتون کې د ګډون لپاره اوزبیکستان ته ولاړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

احمدالله وثیق: کابل د اوو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو رزمي سیالیو کوربه کېږي

اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

مالیزیا کې پراخه اورلګېدنه؛ زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

ایران پاکستان کې امریکا سره د خبرو دویم پړاو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړل

مولانا فضل‌الرحمن: پاکستان له کورنیو ستونزو سره مخ دی د منځګړیتوب وړتیا یې محدوده ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com