قاچاقبران چين ته د پاکستانيو ښځو وړلو وروسته د هغوی اندامونه پلوري

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۵)

پاکستانۍ رسنۍ وايي، په دغه هيواد کې ځينو چينايي قاچاقبرانو په غير قانونه ډول مرکزونه فعالی کړي او پاکستانيو ښځو سره د واده په پلمه د چينايي وګړو ودونه کوي.

خبر زياتوي، چينايي وګړي پاکستانۍ ښځې چين ته وړي او هلته يې په جنسي کاروبار مجبوروي او يا يې له وژلو وروسته د بدن اندامونه پلوري.

له تيرو څو ورځو راهيسې په پاکستانيو رسنيو کې دغه راپورونه ورکول کيږي خو تازه د چين سفارت په دې اړه غبرګون ښودلی دی.

په پاکستان کې د چين سفارت ويلي، د چين په قانون کې دغه ډول کاروبار سخت جرم بلل کيږي او هڅه به وکړي چې د پاکستانيو چارواکو سره په ګډه د دغه جرم مخه ونيسي.

له ډيرو کلونو راهيسې د پاکستان او چين حکومتونو تر منځ دوستي شته چې ډيری چينايي وګړي دغه هيواد ته سفر کوي.

د پاکستانيو او چينايي وګړو تر منځ د ودونو راپورونو تر دې مخکې هم ورکول شوي خو تازه د پاکستان د پارلمان غړو هم د دغه ډول ودونو د مخنيوي لپاره بحثونه پيل کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button