بلخ: د مزارشريف د هوايي ډګر د استخباراتو مدير وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۵)

د بلخ امنيتي مسؤولين وايي، چې د مزارشريف د هوايي ډګر د استخباراتو مدير د طالبانو په بريد کې وژل شوی دی.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل وايي، د هوايي ډګر د استخباراتو مدير احمد خالد پرون ناوخته د سمنګان- بغلان پر لويه لاره په چشمه شير سيمه کې د طالبانو په کمين کې ووژل شو.

نوموړی وايي، احمد خالد د خپلې کورنۍ له غړو سره کابل ته روان و چې طالبانو ورته د موټر درولو ويلي خو نوموړي موټر نه دی درولی او د شاه له خوا په ډزو لګيدلی دی.

د عادل په وينا، په دغه بريد کې د هغه د کورنۍ نورو غړو ته زيان نه دی اوښتی او یوازې د استخباراتو مدير پکې وژل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو له تيرو دوو ورځو راهيسې د الفتح په نوم پسرلني عمليات پيل کړي چې د هيواد ډیری لويې لارې يې د دولتي چارواکو، او نظامي کسانو پر مخ تړلي او په نظامي قرارګاوو يې بريدونو ته زور ورکړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button