بدخشان: جرم ولسوالۍ کې طالبانو اووه پوستې نيولي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۵)

د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې طالبانو په دولتي پوستو بريدونه کړي چې لسګونه عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې او ځينې پوستې د طالبانو لاسته لويدلي دي.

 د بدخشان امنيتي چارواکي وايي، تيره شپه طالبانو د یادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې په دولتي پوستو بريدونه کړي خو تر اوسه د تلفاتو په کره معلومات نه لري.

طالبانو کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، د يادې ولسوالۍ په یباب او سوچ سيمو کې تيره شپه په پوستو بريدونه کړي چې تر سهاره يې دوام درلود زياتوي د دغه بريدونو په پايله کې اووه پوستې طالبانو نيولي، پنځه څلويښت عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

طالبانو په دغه نښتو کې د خپلو دوو کسانو د وژل کيدو او څو نورو د ټپي کيدو خبر هم ورکړی دی.

دغه راز خبرپاڼه کې راغلي، چې د بريد په پايله کې په زياته اندازه وسلې، مهمات او جنګي توکي هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.

طالبانو د تيرې جمعې په ورځ د الفتح په نوم پسرلني عمليات پيل کړل چې د هيواد په زياتره ولايتونو کې په نظامي قرارګاوو، پوستو او دولتي تأسيساتو بريدونه يې لا هم دوام لري.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button