وسله وال بريد کې د غزني د ښوونې او روزنې آمر وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۵)

د غزني د والي وياند عارف نوري وايي، چې نن سهار د دغه ولايت د پوليسو د ښوونې او روزنې آمر وژل شوی دی.

د نوري په وينا، د پوليسو د ښوونې او روزنې پر آمر شاپوربختيار نن سهار نامعلومه وسله والو د البيروني ښارګوټي شاوخوا کې وسله وال برید کړی او نوموړی يې وژلی دی.

نوموړی وايي، د هغه د وژنې په اړه څيړنې پيل شوي دي.

تر اوسه چا د دغه بريد مسؤليت په غاړه نه دی اخيستی.

خو طالبان وخت ناوخت د غزني ښار اړوند سيمو کې د دولت نظامي کسان، چارواکي او پوليسو د خپلو بريدونو هدف ګرځوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button