(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۶)
د خوست ولايت په تڼيو ولسوالۍ کې د واده مراسمو پر مهال ډزې شوي چې له شلو زياتو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
پيښه د يادې ولسوالۍ مربوط د درګي په کلي کې رامنځته شوې ده.
د خوست د والي وياند طالب منګل وايي، یو کس د نشې په حالت کې د واده مراسمو ته ورغلی او پر خلکو يې ډزې کړي چې درې تنه پکې وژل شوي او دولس تنه نور ټپيان دي.
خو له بله پلوه ځينې راپورونه ورکول شوي چې په دغه وسله وال بريد کې پنځه تنه وژل شوي او شاوخوا شل تنه نور ټپيان دي.
چارواکي وايي، دا يوه جینايي پيښه ده چې په اړه يې د پوليسو له خوا څيړنې روانې دي.


















