د فراه ولايت په مرکز کې یوه پوليس د خپلې پوستې قومندان او درې نور ملګري وژلي او خپله طالبانو سره يوځای شوی دی.
پيښه د پنځمې حوزې مربوط په نمبريک پوسته کې رامنځته شوې ده.
طالبان وايي، بريدکوونکی پوليس (سيف الله) نوميږي او د هلمند اوسيدونکی دی چې له دوه ميله وسلو سره طالبانو ته ورغلی دی او د پوليسو پنځه ميله وسلې يې اوبو ته غورځولي دي.
ويل کيږي، په دغه بريد کې د پوستې قومندان (جيلاني) او درې تنه نور پوليس وژل شوي دي.
د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي کلکه ژمنه کړې چې له دې وروسته به د طالبانو سره همکارۍ ته دوام ورکوي.
پرون د هلمند ولايت د ګرشک او سنګين ولسواليو تر منځ هم ورته پيښه رامنځته شوې وه چې دوو تنو پوليسو د خپلې پوستې قومندان عابد او يو پوليس وژلی و او په يوه بله پيښه کې په لغمان ولايت مهترلام ولسوالۍکې پوليسو د خپلې پوستې شپږ پوليسو طالبانو ته په لاس ورکړي و او خپله هم طالبانو سره يوځای شوي و.
طالبانو په خپلو اعلاميو کې ويلي، چې د پوځ په ليکو کې نفوذي کسان لري او وخت ناوخت به په بهرنيو او داخلي عسکرو او چارواکو بريدونه کوي.
تر دې مخکې هم په داخلي بريدونو کې لسګونه بهرنيو – کورنيو عسکرو او چارواکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


















