(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۶)
د بدخشان ولايت په تشکان او جرم ولسواليو کې طالبانو پر پوستو بريدونه کړي چې د ځايي سرچينو په وينا ګڼو عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بدخشان چارواکي د طالبانو بريدونه تاييدوي خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
له بله پلوه طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي، چې طالب ځواکونو د تيشکان په مربوطاتو کې پرمختګ کړی زياتوي دطالبانو د عملياتو په ترڅ کې پنځه پوستې نيول شوي، پنځه اويا کلي د دولت له حاکميته وتلي او ګڼو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړی وايي، په دغه جګړه کې ګڼ مهمات د طالبانو لاسته ورغلي او په وينا يې د پاتې پوستو عسکر ولسوالۍ ته تښتيدلي دي.
دغه راز په يوه بل خبر کې ويل شوي چې طالبانو له وړمې شپې راهيسې د جرم ولسوالۍ په دفاعي پوستو بريدونه پيل کړي و چې تر دې دمه پکې ځينې پوستې د طالبانو لاسته لويدلي او ښکيلو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سيمې ته نږدې باوري سرچينې وايي، په نښته کې لسګونه عسکر او طالبان وژل شوي خو تر دې دمه يې د کره شمير په اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي دي.
خو طالبانو په خبرپاڼه کې ويلي، په ياده جګړه کې اووه پوستې طالبانو نيولي، د بلاک قومندان حفيظ الله په ګډون پنځه څلويښت عسکر وژل شوي او د هغوی زياته اندازه وسلې او مهمات د طالبانو لاسته ورغلي دي.
تيره ورځ د بدخشان د پوليسو وياند ثناءالله روحاني ويلي و چې د جرم ولسوالۍ په جګړه کې پنځه ويشت طالبان وژل شوي او يوولس تنه نور ټپيان دي.
خو طالبانو په ياده جګړه کې د خپلو یاد شميرو وسله والو د وژل کیدلو ادعا رد کړې زياتوي په دغه جګړه کې يوازې پنځه تنه طالبان وژل شوي دي.


















