ترکیې په دې وروستیو کې له روس څخه د “اس ۴۰۰” په نوم دفاعي توغندي واخستل چې دې کار د امریکا سخت غبرګون راوپارو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، که ترکیه دا کار وکړي، بندیزونه به پرې ولګوي
روسیه بیا وایي چې د امریکا د وسلو بازار کمزوری کیږي؛ ځکه په ترکیې د فشارونو خبره کوي خو په وینا یې چې روس به هرو مرو د ۲۰۱۹م کال تر وروستیو پورې دا دفاعي سیستم ترکیې ته وسپاري
اوس تازه د ناټو سازمان د پارلمانونو د اسمبلۍ مشرې ویلي، ترکیه خودمختاره او خپل تصمیم یې دی، چې څنګه وسله او له چا یې اخلي؟
نوموړې دا خبرې په ترکیه کې په یوه غونډه کې په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې کړي دي
د ناټو د منځني ختیځ د ځانګړې ډلې رئیس فیلیپ فولیوت هم دا د ترکیې خپل حق بللی چې هر رنګه وسله او له هر چا یې رانیولی شي.


















