سرچینه: حکومت دقطر بین الافغاني غونډې ته ۱۵۰ کسیز پلاوی ټاکلی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۸ل)

 

د هېواد دروانې قضیې دحل په موخه د بین الافغاني ناستې دوهمې غونډې ته له ډېرو لانجو او اختلافاتو وروسته ګډحکومت خپل پلاوی ټاکلی دی.

بي بي سي، اونورو رسنیو ته يوې دولتي سرچينې  ويلي دي چې د پخلاينې مشرتابه شورا سره د څو ورځو د جر او بحث وروسته يې د قطر بين الافغاني ناستې ته شاخوا ۱۵۰ کسيز پلاوی ټاکلی دی.

سرچينې زیاته کړې چې په دې کسانو کې به د افغانستان ځينې وزيران، واليان، د سياسي ګوندونو مشران او د ښځو استازې شاملې وي.

تر دې وړاندې له افغانستان څخه د قطر بين الافغاني ناستې ته د غړو ټاکلو په سر اختلافات او ناندرۍ موجودې وې چې د پخلاينې د مشرتابه شورا وياند عمر داودزي هم ويلي وو چې د قطر د غونډې له پاره د خلکو په ټاکلو کار روان دی خو لاهم نندارۍ او خنډونه موجود دي.

 

طالبانو هم تر دې وړاندې ويلي وو چې د قطر راتلونکې بین الافغاني ناستې کې به د طالبانو شاوخوا ۲۵ کسيز پلاوی ګډون وکړي چې په کې به د دوی د مرکچي پلاوي غړي هم شامل وي.

هغوی دا هم ويلي وو چې د قطر په بين الافغاني ناسته کې به هيڅوک د حکومت په استازيتوب ګډون نه کوي او هر څوک به د سولې او د افغانستان د قضيې د حل په اړه خپل نظر وړاندې کوي.

ټاکل شوې ده چې د قطر بين الافغاني غونډه د روانې ميلادي مياشتې په ۱۹ نېټه د قطر پلازمينه دوحه کې جوړه شي چې درې ورځې به دوام وکړي.

ددې ناستې په اړه دحکومت اوسیاسیونو پلاوي جلا جلا، ټاکل کېږي، اواستول کیږي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button