فراه: پولیس خپل څلور ملګري وژلي
د فراه ولایت په مرکز کې یوه پولیس د خپلې پوستې څلور تنه ملګري وژلي او دی طالبانو ته ورغلی دی
د فراه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب هم پیښه تائید کړې او ویلي یې دي چې تیره شپه د فراه مرکز، باغ پل په سیمه کې دا پیښه رامنځته شوې ده
دې پولیس له تیر یوه کال راهیسې د پولیسو په لیکو کې دنده ترسره کوله
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ملي اردو سرتیرو ته د عمومي عفوه اعلان کړی او بار بار یې په خپلو اعلامیو کې د اردو په سرتیرو غږ کړی چې له دوی سره دې یوځای شي؛ ترڅو ارام او سوکاله ژوند ولري



