سیاسي څېړونکي او دپوهنتونو استادان: دحکومت لخوا نشر شوی لېست نهايي ندی

کابل ټکی کام ( سه شنبه، ۲۷وری، ۱۳۹۸ل)
دقطر په پلازمینه دوحه کې راروانه جمعه دمسکو په تعقیب یوه پراخه بین الافغاني ناسته کېدونکې ده، له څو ونیو اختلافاتو، اومذاکرو وروسته نن حکومت خپل ۲۵۰ کسیز لېست نشر کړ، په دې لیست کې دپخوانۍ ولسمشر حامدکرزي نوم نشته، اوداسې ګنګوسې هم شته چې ولسمشر اشرف غني اوپخواني جهادي مشر استاد سیاف نوموړی له ګډون څخه منعه کړی.
بلې خواته د پخواني ولسمشر حامد کرزي دفتر ته نيږدې سرچينو ويلي، چې د قطر بين الافغاني ناسته کې حامد کرزی ګډون نه کوي.
خو بعضو سیاسي څېړونکو اواستادانو دحکومت لطرفه نشر سوی لېست نامکمل بللی، اوویلي یې دي چې اصل لېست به دچهارشنبې په ورځ نشر ته وسپارل شي.
دکابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند په خپله فیس بک پاڼه لیکلي؛
د دوحې د کانفرانس د ګډونوالو وروستی لیست نهایي نه دی، له کابله به ګڼ مشران، ځوانان او میرمنې په دې غونډه کې ګډون وکړې. وروستی لیست به چهارشنبه ماښام برابر شي.
سیاسي څېړونکي انجینرنظرمحمدمطمئن هم ورته موضوع ته اشاره کړی، اوحکومت یې په بې باورۍ تورن کړی.
بلې خوا دسولې فعال مبارز اولیکوال شفیع اعظم دپخواني ولسمشر حامدکرزي یادونه کړې اودنشر شوي لېست په اړه یې وضاحت ورکړی.
نوموړی وايي؛سولې اړوند 250 کسیز کوم لیسټ چې ښکته پورته کېږي دا نهایي ندی.
طالبان خپل او حکومت خپل لیستونه لري چې هر یو به د خپلو استازو سربیره بېطرفه افغانان هم له خپل لوري لیست ته وړاندیز کوي. د دواړو لوریو لیستونه به قطر کې طالبان او د قطر هیواد لخوا نهایي او بیا اعلان ته سپارل کېږي.
د حکومت لخوا چې کوم لیست خپور شوی هغې کې د حامد کرزي نوم نه لیدل کېږي چې دا په خپل ذات کې بېباوري ایجادوي او کولای شي د سولې روانه پروسه په یوه ډول اغېزمنه کړي.



