له افغانستانه ستانه شویو ۱۵۰ څخه زياتو کاناډايي عسکرو ځانوژنه کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۲۹)

 د کاناډا د پوځ سرچينې وايي، له افغانستانه ستانه شوي عسکر په ناروغيو اخته دي او تر دې دمه لسګونو عسکرو ځانوژنې کړي دي.

د کاناډا په پوځ کې د روغتيايي برخې په يوه څيړنه کې ښودل شوي چې هغه کاناډا عسکرو چې په افغانستان کې يې پوځي ماموريت ترسره کړی ډیرو يې ځانوژنې ته مخه کړې ده.

راپور زياتوي، د افغانستان جګړې په پوځي ماموريت کې ۱۵۸ عسکر وژل شوي خو په وينا يې له ۲۰۱۰م کال راهيسې په پوځ کې د ځانوژنې لړۍ روانه ده چې تر دې دمه ۱۵۵ پوځيانو ځانونه وژلي دي.

په راپور کې راغلي، د يادو پوځيانو څخه ډيرو کسانو يې په عامه ځايونو کې ځانوژنې کړي خو په وينا يې د دغه پوځيانو کې ځينې داسې کسان هم شته چې له ځان وژنې مخکې يې د خپلو کورنيو غړي او يا عام خلک هم وژلي وي.

کاناډا د امريکا سره په ملګرتيا د افغانستان د اشغال لپاره څلور زره پوځيان راليږلي و چې ۱۵۸ تنه وژل شوي او لسګونه تنه نور ټپيان شوي او يا هم په رواني ناروغيو اخته دي.

یواځې کاناډايي عسکر نه دي چې خپل هيواد ته له ستنيدو وروسته ځانوژنې ته مخه کوي بلکې تر دې مخکې په زيات شمير هغو امریکايي پوځيانو چې د افغانستان په جګړه کې يې برخه اخيستې په ډول ډول رواني او نورو ناروغيو اخته شوي او ډیری يې په ځانوژنه لاس پورې کوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button