جعفر هاند: ارګ کې ځیني کسان شته، چې په کرکټ بورډ کې مداخله کوي

د افغانستان د کرکټ څارونکي او د امریکا غږ خبریال جعفر هاند په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، په ارګ کې ځیني کسان شته چې په کرکټ بورډ کې مداخله کوي

نوموړي ویلي چې په کرګټ بورډ کې په تازه تغیراتو د لوبډلې اکثره لوبغاړي خوښ دي خو په وینا یې چې د ارګ نه بهر او دننه ځیني کسان په کرکټ بورډ کې مداخله کوي

هاند وایي چې د اړتیا لیدلو په وخت کې به د دې کسانو نومونه هم خپاره کړي

نوموړی لیکي: ” ماته وویل شول چې اکثریت لوبغاړي په تازه تغیراتو خوښ دي. خو دلته یوه خبره شته چې په “ارګ کې او ارګ نه د باندې ځينې مشخص افراد او اشخاص شته چې په کرکټ کې مداخله کوي”.  د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ او د ملي ټيم ځينو چارواکو او لوبغاړو راته د ځينو “مشخصو  سیاسي او ملکي چارواکو نومونه واخیستل”چې که ضرورت و، له اسنادو سره به یې خپاره کړم.”

په کرکټ بورډ کې وروسته له هغه  اختلافاتو زور واخیست چې دې ادارې لوبډلمشر اصغر افغان له کپتانۍ لرې کړ او په ځای یې درې لوبډلمشران اعلان کړل

د افغان کرکټ بورډ له دې پرېکړې سره د لوبډلې دوو مهمو لوبغاړو محمد نبي او راشد خان هم توند غبرګون ښودلی وو او دا یې یوه ناسمه پرېکړه بللې وه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button