کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل)
وروسته تر هغه چې د کابل حکومت د قطر بین الافغاني غونډې په اړه او په دغه غونډه کې د ګډونوالو د نوملړ په اړه مداخلت وکړ ، د قطر هیواد له لوري غونډه تر نا معلوم وخت پوري وځنډول شوه.
د شخړو او بشري مطالعاتو مرکز مشر سلطان برکات هم پر خپل ټویټر دغه خبر تایید کړی دی.
ددې تر مخه د امریکا څخه خپرېدونکي مشهورې ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال چې قطر او کابل ته یې خپل خبریالان لیږلي دي، په تازه راپور کې ویلي چې بین الافغاني غونډه د کابل حکومت د اعتراض وروسته د قطر له خوا ځنډول شوې ده.
ورځپاڼې ویلي چې حکومت پر هغه نوملړ اعتراض کړی چې تېره ورځ رسنیو نشر کړ او په هغه کې د کابل حکومت له لوري اعلان شوی اوږد لست څخه لږ شمیر کسان انتخاب شوي وه.
قطر او افغان حکومت تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو کوم غبرګون ښودلی دی.
ټاکل شوې وه چې د قطر یوه الوتکه به نن د پنجشنبې په ورځ ۱۲ بجې د کابل څخه قطر ته پرواز کوي او تر شاوخوا ۱۵۰ زیات افغانان به د طالبانو سره ناستې ته راولي، خو ویل کیږي چې د کابل حکومت قطرۍ الوتکې ته اجازه نه ده ورکړې.
په کابل کې یوې سرچینې تائید کړې چې نن هم په دې تړاو د غونډې د ګډونوالو او اشرف غني تر منځ په ارګ کې ناسته وشوه چې بې نتیجې پایته ورسیده او ټاکل شوې وه چې سبا به بله غونډه هم کیږي.
د غونډې ګډونوالو په خپلو ټوېټر پاڼو لیکلي چې د غونډې د ځنډول کېدو او لغوه کېدو په صورت کې به دوی احتجاجي ناسته وکړي.
بعضو سرچینو تائید کړې چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد هم هڅه وکړه چې د غونډې د لغوه کېدو مخه ونیسي، خو نه دی توانېدلی.
باید وویل شي چې د قطر په غونډه کې یوازي د افغانستان څخه سیاسي شخصیتونه او مدني فعالان ګډون نه کوئ، بلکې د نړۍ له مختلفو هیوادونو څخه ګڼ شمېر افغانان هم قطر ته روان وه، چې اکثرو ته یې ټکټونه استول شوي او ځیني ېې فعلا پر لاره دي.
ددې غونډې احتمالي ګډونوالو اوپه پاکستان کې دافغانستان پخواني سفیر رسماً حکومت دسولې په مخالفت اودجګړې په پلوي تورن کړ.
















