کابل ټکی کام ( پنجشنبه، ۲۹وری، ۱۳۹۸ل)
پاکستان کې دافغانستان پخواني سفیر عمر زاخېلوال حکومت دسولې په مخالفت تورن کړی دی، نوموړی وایي چې ۷۰ سلنه افغانان ملي وحدت حکومت د سولې په برخه کې صادق نه ګڼي.
د افغانستان د ستراتیژيکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز په خپل تازه تحقیقي راپور کې ويلي، چې ۷۰ سلنه خلکو حکومت تورن کړی، چې د سولې په روانه پروسه کې صادق نه دی.
په دې راپور کې همداراز راغلي، چې د افغانستان په تړاو د امریکا جګړه ییزې تګلارې تر اعلان وروسته ۲۰ زره خونړۍ پېښې ثبت شوي، هوایي بریدونو زور اخستی او د ملکي تلفاتو کچه تر بل هر وخت لوړه شوې ده.
په ورته مهال په دې غونډه کې په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر حضرت عمر زاخيلوال ویلي، حکومت د سولې له پروسې سره سلیقوي چلند کوي، نو ځکه تر ډيره دغه پروسه ناکامه ده.
داپه داسې حال کې ده چې په دوحه کې سبانۍ راتلونکې بین الافغاني ناستې ته دافغان سیاسیونو مخه نیول شوې، او ددوی الوتکې ته دپرواز اجازه نه ورکول کېږي، دغو سیاسیونو په سوشل میډیا دحکومت له مخالفت، او خنډ پرده پورته کړې، اوحکومت یې تورن کړی چې دوی ددوحې ناستې دلغوه کولو لپاره له کابل څخه دتلونکو سیاسي څېرو مخه ډب کړې.
















