غزني: طالبانو دګېرو ولسوالۍ نیولې، خوچارواکي یې دانتقال دعوه کوي

کابل ټکی کام ( جمعه، ۳۰وری، ۱۳۹۸ل)

 

طالبانو دغزني ولایت دګېرو ولسوالۍ نیولې، خو حکومتي چارواکي وايي چې ددې ولسوالۍ مرکز يې بلې سيمې ته لېږدولى.

بعضو سرچینو خبرورکړی چې تېره شپه د غزني ولايت په ګيرو ولسوالي کې درنه جګړه شوې ده.

د رارسېدلو معلوماتو له مخې وسله والو طالبانو د ولسوالي پر ودانۍ او امنيه قوماندانۍ ډله ئيز او پراخ بريدونه کړي دي .

د سرچینو له مخې دواړه لوري  تلفات لري ، خو کره شمېرې یې لا نه دي تر لاسه شوی.

د کورنيو چارو وزارت يوې سرچينې هم د پوليسو په لوړه کچه تلفات تايد کړل خو تفصيل يې ور نکړ.

بلخوا نن د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ګيرو ولسوالۍ د خلکو د غوښتنې او له حکومتي چارواکيو سره تر سلا مشورو وروسته بلې سيمې ته ولېږدوي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري هم ، وايي چې د يادې ولسوالۍ مرکز د کابل کندهار لويې لارې ته څېرمه د همدې ولايت د قره باغ ولسوالۍ د باران کلا سيمې ته لېږدول شوى دى.

یاده دې وي چې تردې وړاندې دغزني ولایت دڅلورو نورو ولسوالیو مراکز هم ددې ولایت مرکز ته لېږدول شوي وو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button