سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د  طالبانو د سولې کنفرانس! او د ولسمشر غني د واده پروګرام لغوه اعلان شو؟!

محمود نشرونکی: محمود
اپریل 19, 2019
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
12
ځلې شریک شوی
156
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

ليکنه: غورځنګ

دا چې د بين الافغاني تفاهم په اړه همېشه طالبانو په خپلو اعلاميو کې ولس ته ډاډ ورکړی دی چې دوی بين الافغاني تفاهم ته تر ټولو ډېر ژمن او لېوال دي خو اوس دا موضوع مهمه نه ده بلکې د اشغال خاتمه مهمه ده، ځکه چې په سيمه کې اشغال د فساد او نورو ناخوالو د مور  او منبع حيثيت لري نو اړينه ده چې دا منبع او د فساد مور بايد تر ټولو لومړی له منځه يووړل شي او کله چې اشغال له منځه يوړل شي نو بيا به په ازاده او ډاډمنه فضا  کې بين الافغاني تفاهم تر سره شي، له هغه وروسته به هر هغه چا ته چې ځانونه د افغانستان په کشاله کې دخيل او شامل بولي، طالبان د افغانستان په اړه خپله تګلاره وړاندې کوي او د طالبانو تر ټولو زياته هڅه به هم دا وي چې د تفاهم له لارې مسئلې حل کړي خو که بيا هم چا جنګ غوښته نو بيا خو بې له جنګه بله چاره نشته.

د همدې لپاره چې هېوادوال ډاډمن کړي د روسيې په کوربه توب يې په مسکو کې يو بين الافغاني کنفرانس هم داير کړ چې د کابل د ارارې مخکېنيو او پخوانيو چارواکو په کې ګډون درلود، دغه کنفرانس که څه هم ډېر مفيد او ګټور وو خو د کابل ادارې يې د خپل عادت له مخې په اړه غبرګون وښود او له هماغه راهيسې يې د سولې په ضد دريځ ونيو.

اوس چې بيا طالبانو له خپلې کړې ژمنې سره سم د بين الافغاني تفاهم تر عنوان لاندې په خليلجي هېواد (قطر) کې يو د کنفرانس د داريرېدلو اعلان وکړلو او له بې طرفه افغانانو څخه يې د ګډون غوښتنه هم وکړله او تر څنګ يې بار بار دا اعلانونه هم وکړل چې له حکومتي لوري سره به ليدنې نه کوي او همداشان په ياد کنفرانس کې به هم څوک د حکومت له لوري نه غږېږي بلکې خپل شخصي دريځ به بيانوي.

د طالبانو په اعلان شوي کنفرانس کې د ګډون کولو لپاره له مختلفو هېوادونو او افغانستان څخه افغانانو د تياري تابيا ونيوله خو په دې وخت کې ولسمشر غني د خپل عادت سره سم يو ځل بيا هڅه وکړله چې دغه کنفرانس لغوه او له منځه يوسي نو ځکه يې په بې ځايه خبرو او بې ځايه ويناګانو باندې پيل وکړ، کله به يې ويل چې د ياد کنفرانس مشري به افغان حکومت کوي، چې د دولت په دې خبرې سره سړي ته هغه د توره دې لالا وهي، مړۍ دې عبدالله وهي؛ متل ورياد شي. ځکه چې کنفرانس د طالبانو په ابتکار جوړېږي او مشرۍ به يې د ولسمشر ټيم کوي؟ عجيبه انصاف دی؟

تر ټولو مهمه لا دا  چې ولسمشر له خپله اړخه په ياد کنفرانس کې د ګډون کولو لپاره د دوه نيم سوو کسانو لېست خپور کړ چې به دې کې داسې خلک هم وو چې بې چاره ګان په خبرو کولو هم نه پوهېږي.

خو خير په هر صورت.

راځو دې ته چې د ولسمشر غني دوه نيم سوه کسيز ګروپ په ياد کنفرانس کې د کې د ګډون احتمالات څومره وو؟

يو خو دا چې د ياد کنفرانس لپاره چې کوم ځای ټاکل شوی وو، د دومره کسانو د ځايېدو ظرفيت شايد ونه لري، نو غني ولې په خپل بې هوده عقل د دومره کسانو لېست اعلانولو؟

دويم دا چې په ياد کنفرانس کې خو به حتماً ټولو ګډونوالو خپل خپل نظرونه وړاندې کول، او دغو نظرونو وړاندې کولو به خامخا وخت نيولو، نو که فکر وکړو چې د غني دوه نيم سوه کسانو څخه به هر يوه ته څومره وخت پس نمبر او نوبت رسېدلی وای؟

دريم دا چې که چېرته د وخت په اساس ووايو نو دغه کنفرانس به څومره وخت نيولو؟ ځکه که چېرته هر ګډونوال نيم ساعت خبرې وکړي نو څومره وخت به ونيسي؟؟ په داسې حال کې که د طالبانو پنځه ويشت کسيز پلاوی او د قطر دولتي مامورين او همدارانګه کوم نور مېلمانه ورسره حساب شي نو شمېر يې له درې سوو وراوړي. نو که فکر وکړو چې هر يوه ته د وينا کولو لپاره څو ورځې پس نوبت ورسېږي؟؟ ځکه چې ورځ او شپه خو څلرويشت ساعته وي او ياد کنفرانس خو تقريباً که د کسانو د شمېر له مخې هر يوه ته د وينا کولو وار ورکړل شي نو اټکلاً به تقريباً مياشت وخت نيول کېږي.

او تر ټولو مهمه دا چې دولت د ياد کنفرانس له پيل کېدو څخه مخکې مخکې خپل هر يوه کس ته د سولې ضد برنامې ورکړې وې او هڅه يې کوله چې د کنفرانس په ترڅ کې يو ډول تشنج او شخړه هم رامنځته کړي.

نو په دې اساس ياد کنفرانس چې د هر چا لخوا لغوه اعلان شوی وي ښه کار ځکه شوی دی چې ولسمشر ارادې ښې نه برېښېدې. او کېدای شوای چې ولسمشر په خپل ټول توان په دغه غونډه کې تخريب رامنځته کړی وای.

لوی ټکي: قطرکنفرانسګروپولسمشر
مخکینې مطلب

غزني: طالبانو دګېرو ولسوالۍ نیولې، خوچارواکي یې دانتقال دعوه کوي

بل مطلب

سپینه کوتره د وحشي مرغانو په منګولو کې

ځانګړي مطالب

خبرونه

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
افغانستان

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
خبرونه

د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com