کابل ښار کې له چاودنې وروسته ډزې روانې دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۳۱)
د کورنيو چارو د وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چاودنه د کابل ښار د دوهمې حوزې اړوند د مخابراتو وزارت ته څيرمه شوې ده.
سرچينې وايي، د پيښې ځای سره د سرينا هوټل، د مخابراتو او ماليې وزارتونه نږدې دي.
عيني شاهدان وايي، په سيمه کې د ډزو غږونه هم اوريدل کيږي.
د کورنيو چارو وزارت وياند رحيمي هم تاييدوي چې په سيمه کې ډزې روانې دي په وينا يې په دې اړه به نور جزيات وروسته له رسنيو سره شريک کړي.
تر اوسه د پيښې په اړه نور معلومات نه دي ترلاسه شوي.
جزيات وروسته…



