(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، وری ۳۱)
که څه هم روغتياپالان د ورځې له مخې د اوو یا اتو ګيلاسونو د اوبو څښلو او دغه راز د سهار له خوا په نهره د اوبو څښلو د زیاتو ګټو او ناروغيو د له منځه وړلو خبره کوي خو دا چې له خوب مخکې د تړمو اوبو څښل څه ګټې لري په دې مطلب کې يې لوستلای شۍ.
روغتياپالان وايي، له خوب مخکې د تړمو اوبو څښل د بدن صحت لپاره ګټور دي او که دا کار عادت وګرځوۍ نو له ګڼو ناروغيو به بچ پاتې شۍ.
په بيلابيلو څيړنو کې ښودل شوې که څوک له خوب مخکې له اوبه څښلو ډډه کوي نو بدن يې د اوبو له کموالي سره مخ کيږي چې له کبله يې نا ارامي پيدا کيږي او فشار يې لوړيږي چې د خوب د نه راتلو لامل ګرځي.
خو که څوک له خوب مخکې تړمې اوبه وڅکي، نه دا چې د بدن اوبه به يې پوره شي بلکې تر څنګ به يې ډير ښه خوب هم وکړي او د وينې فشار به يې نارمل حالت کې وي.
همدارنګه د تړمو اوبو څښل په بدن کې مختلف زهريله مکروبونه له منځه وړي، د وينې جريان نارمل کوي او داخلي حرارت پيدا کوي.
– د تړمو اوبو څښل د هاضمې په نظام کې مرسته کوي، د (ميتابوليزمونو) تيزوالی زياتوي، د اوبو په نظام کې پټ شوي ځينې مضرې زرې اوباسي او مهمه خبره دا چې د شپې له خوا د هاضمې سستم کمزوری کيږي خو د تړمو اوبو په استعمالولو سره د هاضمې نظام لا ښه کيږي.
روغتيايي څيړونکي وايي، د شپې له خوا د تړمو اوبو څښل یوازې دا نه چې د ډوډۍ په ميده کولو کې مرسته کوي بلکې په دې سره د هاضمې سستم هم کار پيلوي چې له کبله يې د انسان د بدن غټوالي مخه نيول کیږي.
نو که څوک غواړي چې خپل بدن کم کړي د شپې له خوا دې په نهره تړمې اوبه څښي وزن به يې کم شي.


















