نظرمحمد مطمئن: دسولې شعار له ننګونو سره مخ کړی یم

کابل ټکی کام ( شنبه، ۳۱وری، ۱۳۹۸ل)

 

د سولې فعال مبارز او سياسي شناند نظر محمد مطمئن وايي چې د سولې د داعيې په اړه له امنيتي ګواښونو او ننګونو سره مخ يم.

نوموړي په کابل کې ویسا ورځپاڼې ته ويلي دي چې د سولې د داعيې په اړه له امنيتي ګواښونو سره مخ دی او له حکومت څخه يې د امنيت د خونديتوب غوښتنه هم کړې ده خو په وينا يې چې حکومت يې د امنيت د ساتنې غوښتنه نه ده منلې.

مطمئن ويلي دي تيره ورځ چې په خبري کانفرانس کې د مشورتي لويې جرګې او د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډېدو په اړه کومې غوښتنې شوې وې هغه په امنيتي لوريو ښې نه وې لګېدلې نو په همدې اړه زه يو ډول وګواښل شوم.

هغه وويل چې د بيان د ازادۍ د اصولو په رڼا کې هر هيواد وال حق لري چې په هره پروسه کې خپل نظر او دريځ څرګند کړي.

انجينر نظر محمد مطمئن چې د سولې په اړه يې بيلابېلې ليکنې او شننې کړي دي په دې برخه کې فعاليت کوي مګر تر دې

وړاندې دوه ځله د ملي امنيت له لوري نيول شوی دی او په تلويزيونو بحثونو کې د ګډون په اړه ګواښل شوی هم دی.

ښاغلی مطمئن چې د سولې په اړه يې د افغانستان په داخل کې او نورو هيوادونو کې په ګڼ شمير غونډو او کانفرانسونو کې هم ګډون کړی دی، د مسکو غونډې ته هم تللی و او په قطر کې دافغانستان د سولې په اړه بين الافغاني غونډې ته هم بلل شوی و، خو ياده غونډه لغوه شوه.

نوموړی د امنيتي ګواښونو د پيښېدو خبر په په داسې حال کې کوي چې تيره اونۍ يې په خواله رسنيو کې د هغه د فيسبوک حساب هم وربند کړل شوی دی.

همدارنګه دنوموړي دداعیې اومبارزې بل فعال اولیکوال شفیع اعظم هم په خپله ټوېټر پاڼه دخپل اکاونټ دهک خبر ورکړی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button