په کابل کې د محمد علي جناح روغتون پرانستل شو

نن په کابل کې د محمد علي جناج په نوم روغتون پرانستنه وشوه
د دې روغتون افتتاح د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش وکړه
دا روغتون چې د محمد علي جناح په نوم دی، د پاکستان په مالي مرستې سره جوړ شوی دی
د دې روغتون په جوړولو ۲۴ میلونه ډالر لګښت راغلی
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم په افغانستان کې د یو رغتون جوړولو خبر ورکړ
نوموړي ویلي چې په افغانستان کې به د شوکت خانم په نوم روغتون جوړوي ترڅو افغاني ناروغان پاکستان ته له ورتګه مسغني کړي



