کابل کې د اوبو کچه لوړه شوې

که څه هم وروستیو اورښتونو په هیواد کې ډیر مالي او ځاني تاوان ورساوه خو د اوبو کچه هم ورسره لوړه شوې ده

کابل یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د ابو کچه یې د ډیر نفوس له امله ټیټه شوې وه

په کابل کې هر کال د وروښتونو له امله ۲۵ مټرمکعبه اوبه جمع کیږي خو د اوبو د مصرف کچه بیا ۸۷ مټرمکعبه ده، همدا لامل دی چې د اوبو کچه ۲۲ متره ټیټه شوې وه

اوس تازه یوه نوې ارزونه ښیي چې د وروستیو اورښتونو له امله په کابل کې د اوبو کچه ۱۲ متره لوړه شوې ده

د اوبو او بریښنا وزارت هم دا خبر تائیدوي او وایي چې وروستي اورښتونه د دې لامل شوي چې د ابو کچه لوړه کړي

دې وزارت ویلي چې په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم د اوبو کچه لوړه شوې، چې په وینا یې ډیر ژر به یې شمیر خپور کړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button