طالبان: په مخابراتو وزارت برید موږ پورې اړه نلري

نن له غرمې وروسته د مخابراتو وزارت له دروازې سره د چاودنې وروسته څو تنه بریدګر د دې وزارت ودانۍ ته ننوتل او جګړه یې پیل کړه

د ځینو راپورونو په اساس چې لا هم بریدګر ژوندي دي او مقاومت کوي

امنیتي سرچینې وایي چې د دې وزارت ټول مامورین یې صحیح سالم ژغورلي دي

د کورنیو چاروا وزارت ویلي د بریدګرو په خلاف جدي عملیات روان دي

د عامې روغتیا وزارت وایي، چې له بریده وروسته شپږ تنه ټپیان روغتونو ته وروړل شوي دي

د برید مسؤلیت لا هم کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button