میدان وردګ: د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ملکي تلفات اوښتي

تیره شپه د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کې ملکي خلکو ته ځاني او مالي تلفات اوښتي دي

د سیمې د خلکو په وینا چې ګډو ځواکونو تیره شپه د صد مردې په کلي کې د یوه څوکیدار په کور چاپه وهلې او د دې کورنۍ شپږ تنه یې وژلي دي

په وژل شویو کې د څوکیدار د ښځې په ګډون ماشومان هم شامل دي

د خلکو په وینا چې ګډو ځواکونو یوه ښځه او یو نارینه هم له ځان سره بیولي دي

د سیمې خلکو د دې عملیاتو په غبرګون کې پراخ لاریونونه کړي دي او لا هم دوام لري

دا لومړی ځل نه دی چې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ملکي تلفات رامنځته کیږي بلکې یوازې د تیرې میاشتې په اوږدو کې لسګونه ورته پیښې رامنځته شوي دي

تیره شپه د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې هم د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ملکي مرګ ژوبله رامنځته شوې ده

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button