کابل ټکی کام ( شنبه، ۳۱وری، ۱۳۹۸
وروسته ترهغې چې طالبانو خپل پسرلني عملیات اعلان کړل، له یوشمېر ولسوالیو اوولایاتو داحتمالي سقوط خبرونه ورکړل شول، ددغو خبرداریو پردوام نن
د کندز ولایتي شورا او یو شمېر اوسېدونکو ادعا کړې چې طالبان لا هم د یاد ښار په څنډو کې پراخ حضور لري. د ولایتي شورا رییس یوسف ایوبي وایي، د حکومت د نه پاملرنې له امله جګړه د کندوز ښار تر دروازو رسېدلې او د هرې ورځې په تېرېدو امنیتي وضعیت لا پېچلی کېږي. په ورته وخت کې د کندوز ښار یو شمېر اوسېدونکي هم ادعا کوي چې وسله والو طالبانو خبرداری ورکړی دی چې له خپلو کورونه ووځي، څو په جګړو کې ورته زیان وانه وړي. ولایتي شورا او خلکو پر مرکزي حکومت غږ کړی دی چې د ښار امنیت ته دې پاملرنه وکړي، کنه لرې نده چې داښار یوځل بیا دطالبانو لاس ته ولوېږي .
خو د یاد ولایت امنیه قومنداني بیا خلکو ته ډاډ ورکوي چې دوی د وسله والو د هر ډول تحرکاتو پر وړاندې پوره چمتوالی لري او هغوی ته به پر دغه ښار د برید موقع په لاس ورنه کړي.
طالبانو تردې وړاندې دکندوز ولایت دوه ځله سقوط کړ، او اوس هم دښار دوه کلیو میترۍ کې واکمن دي


















