سترې محکمې د غني د واک موده وغځوله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۱)
د افغانستان سترې محکمې اعلان کړی چې د ملي يووالي حکومت مشر اشرف غني به د بل ولسمشر تر ټاکل کيدو پورې خپل کار ته دوام ورکوي.
پرون د ولسمشرۍ يوولس نوماندانو په يوه ګډه اعلاميه کې غوښتنه کړې وه چې د غبرګولي پر لومړۍ د ولسمشر کاري موده پای ته رسيږي او بايد له واکه لاس واخلي.
د ولسمشرۍ وياند شاه حسين مرتضوي د نوماندانو په غبرګون کې ويلي و چې ولسمشر به د سترې محکمې په تفسير کار ته دوام ورکوي لکه پخوانيو ولسمشرانو هم دغه کار کړی و.
سترې محکمې ويلي، د ټاکنو قانون د ۱۲۱ مادې د تفسير له مخې د ولسمشر غني د واک موده غځوي.
څو ورځې مخکې هم د ولسمشرۍ نوماندانو په ګډه اعلاميه کې له اشرف غني څخه د واک پريښودو غوښتنه کړې وه او ګواښ يې کړی و که نوموړی خپل واک وغځوي نو افغانستان کې به کړکيچ رامنځته شي.



