لیکوال :شهاب لیوال
افغان ولس له جګړو ستړی او دسولې په هیله شپې رڼوي په دې تمه چې دتیرو څو لسیزو ټپونه به یې دسولې په ملهم پټی شي.
داچې دا پټی څوک جوړي او څوګ یې د ورانولو هڅې کوي ولس پرې ښه پوهیږي .
هوکې تېرې څلورې لسیزې یې دباردو په لوخړو کې تیرې کړې نړیوالو په ساینس خو افغانانو په خپل وژنو کې ریکاردونه جوړ کړل ،دافغانانو په وینو یې بلډنګونه جوړ کړل خو دا ویده ولس لاهم ورسره ولاړ ده .
افغان ولس که څه هم له جګړو ستړی ده خو دا په دې معنی نه ده چې د دوی له سټړیاو دې دښمنان غلطه ګټه پورته کړی شي.
دسولې په تړوا مو ډیر ولیکل او ډیرو هم هڅې وکړې خو لکه څنګه چې دا جګړه پر مونږ(افغانانو) تحمیل شوې او ددې جګړې خاتمه او سوله راتلل لویه قرباني غواړي او دې قربانی ته باید چمتو شو ولسه پیل یې ته وکړه .
ولسه ! کومو چې پرون دقدرت دلاسته راوړلو لپاره دسولې شعارونه ورکول ،نن دسولې مخ ته خنډ دي.
د کابل د ادارې کارې مهلت خلاص شوی او نور یې وخت ده چې ولس ددې نظام پر ضدپاڅون وکړي .
خپل بچیان د امنیتي، استخباراتي، انکشافي، طبي، زراعتي، تعلیمي ارګانونه څخه وباسي ټول په یو غږ ددې نظام مخالفت وکړي ،هغه وخت ده چې افغان ولس به دسولې په درشل کې یو څو ګامه پورته کړي وي .
لکه څنګه چې الله تعالی په خپل پاک کلام کې فرمایي:یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِی السِّلْمِ کَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّیْطَانِ ۚ إِنَّهُ لَکُمْ عَدُوٌّ مُّبِینٌ (۲۰۸البقره )
ای خلکو تاسو چې ایمان راوړی .ټول دایمان په رڼا کې په سوله او آشتي کې ننوځئ! او له شیطان نه پیروي مه کوئ! زکه چې هغه ستاسو ښکاره دښمن ده. هوکې درنو هیوادوالو یاده اداره او مسولین یې ټول ستاسو ښکاره دښمنان دي که تاسو نن په کابل او یا نورو ښاراتو کې خوندي یې او د کلیو اوبانډو له بمباریو او عامه وژنو بې خبره یاست او خوښ یاست چې دا اور ستاسو تر وره نه ده درسیدلی ،انتظار وکړی لکه څنکه چې په لرې پرتو سیمو کې یاده اداره په ډیر ظلم خلګ وژنی دا لړی به ستاسو کورنو او ښارنو ته هم درسیګي او وژل کیوی به .
قرباني میړانه او وینه ستاسو بچیان ورکوي خو مزې بیا د {غرب }نه راغلي امریکایې اجنټان کوي .
بچیان ،لمسیان او لورګانې ستاسو کونډې او یتیمان کیږي خو ستاسو دقربانیو بدله داشرف غني لور په امریکا کې اخلي .
ولسه ویښ شه ،له تانه دوسلې پورته کولو او یاد نظام سره دجګړه کولو ترغیب نه کوو بس دومره وکړه چې له دې زیاد ورسره همکاري مه کوه بلکل مقاطع ورسره وکړه ترڅو دهیواد په برخلیک دې معامله نه وای کړې .
ولسه دا نظام نور ړنګ کړه ، ولسه خپل دهیواد په برخلیک او دسولې په راتلو کې له خپلو اصیلو استازو (طالبانو )سره همکاري وکړه .


















