ناټو یوازې د ميدان وردګو عملياتو کې د ملکي خلکو وژل کيدل ومنل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، غویی ۳)

په ختيځ ون کې د ناټو د غوڅ ملاتړ قوماندان بريد جنرال کيون د.ادميرال منلې چې د ميدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال ملکي وګړي وژل شوي دي.

د میدان وردګو ولايت د رسنيو دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي قوماندان د ولايتي ادارې په همکارۍ د پيښې د قربانيانو د کورنيو غړيو سره کتلي او هغوی ته يې دوه ميليونه، دوه سوه پنځوس زره افغانۍ هم ورکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ناټو ځواکونو قوماندان په پيښې خواشيني څرګنده کړې او په وينا يې د دوی هڅه دا وي چې په عملياتو کې ملکي خلکو ته زيان وانوړي.

د روانې اپريل مياشتې شلمه نيټه ګډو ځواکونو د میدان وردګو په نرخ ولسوالۍ کې عمليات وکړل چې په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په شمول اته تنه ملکيان ووژل.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ ميلر هم پرون ويلي و چې په عملياتو کې د ملکي خلکو په وژل کيدو خواشینی دی.

د هيواد په بيلابیلو ولايتونو کې هره شپه د ګډو ځواکونو له خوا شپني عملیات او هوايي بريدونه کيږي چې تر ډيره پکې ملکي خلک هدف ګرځي خو ګډ ځواکونه په ډيرو ملکي تلفاتو سترګې پټوي. لا يې هم د ملکيانو وژنې ته دوام ورکړی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button