فراه: طالبانو د هوايي ډګر رادار په نښه کړی

کابل ټکی کام(سه شنبه ۳غویی ۱۳۹۸)
وسلوالو طالبانو د پسرلنيو الفتح عملیاتو پر دوام د فراه ولایت هوايي ډګر په عمري نام مزائیلو ویشتلی او رادار یې له مینځه وړی، طالبانو ادعا کړې چې د فراه ولایت په مرکز کې یې پر هوایي ډګر چې امریکایي پوځیان په کې میشت دي، توغندویز بریدونه کړي او مقابل لوري ته یې درانه زیانونه ور اړولي دي .
امنیتي سرچینې توغندویز بریدونه تائیدوي خو د نورو جزئیاتو له ورکړې ډډه کوي.
د طالبانو ویاند قاري محمدیوسف احمدي ویلي، پر دغه میدان یې د عمري په نوم میزایل وار کړي چې په خبره یې، ټول په ټاکلو اهدافو لګیدلي دی.
احمدي زیاته کړې؛ د بریدونو په ترڅ کې رادار او مخابراتي سيسټم په بشپړه توګه له منځه تللی او ګډو ځواکونو ته یې د درانه زیان د اوښتو ادعا کړې ده.
تر اوسه افغان او امریکایي چارواکو په دې هکله رسماً کوم سپیناوی نه دی کړی.
یاده دې وي چې طالبانو دخپلوپسرلنیوعملیاتو تراعلان وروسته دهېواد په ګوټ ګوټ کې خپلو جګړوته زور ورکړی چې د داخلي اوخارجي ځواکونو مرګ ژوبله هم ورسره لوړه شوې.



