امریکا پنځو هیوادونو، چین، ترکیې، جاپان، جنوبي کوریا او هند ته اجازه ورکړې وه چې د ایران تیل اخستلای شي خو د ډونالډ ټرمپ د نوې پرېکړې له مخې چې دا اجازه د راروانې میاشتې په دوهمه نیټه پای ته رسیږي

سپینې ماڼۍ ویلي، ډونالډ ټرمپ اراده نلري چې دا معافیت دې تمدید کړي

د می میاشتې له دوهمې نیټې وروسته دا پنځه هیوادونه د امریکا له بندیزونو سره داسې مخ کیږي چې نور دوی له ایران څخه تیل نشي اخستلای

ایران د امریکا دا کار غیر قانوني بولي او وایي چې دوی به د امریکا دې اقدام ته هېڅ ارزښت ورنکړي

اسرائیلو د ایران په وړاندې د امریکا دا ګام ستایلی  خو ترکیه بیا وایي چې دا بندیزونه د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کوي

امریکا د ایران په یو شمیر نورو شرکتونو هم بندیزونه لګولي او همدا رنګه یې په دې وروستیو کې د ایران تر ټولو قوي پوځي ډله سپاه پاسداران هم په تور لیست کې شامله کړه

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button